Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا کې د ایالتي شورا یوه غړې وژل شوې

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا په مینیسوټا ایالت کې د پولیسو په یونیفورم کې یوه کس د ایالتي شورا یوه ډیموکراته غړې او د هغې خاوند په ډزو وژلي دي.

رويټرز په یوه راپور کې ویلي، یوه کس چې ځان یې د پولیسو افسر معرفي کړی و، د امریکا په مینیسوټا ایالت کې د ایالتي شورا یوه ډیموکراته غړې او د هغې خاوند په ډزو وژلي دي.

په راپور کې راغلي، د مینیسوټا ایالت پولیسو او «FBI» د شنبې په ماښام د شکمن وسله‌وال کس لټون پیل کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، د مینیسوټا والي ټیم والز دا پېښه د سیاسي انګېزې له امله بللې ده.

پولیسو ویلي چې یاد کس پر یوه بل وکیل هم ډزې کړې او ټپي کړی یې دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.