کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولین وايي، د هېواد اوو ولایتونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې د یو میلیارد افغانيو په لګښت، ۳۴۳ پروژې منظور شوې چې د ۷۶ چارې یې عملا روانې دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي محمداسماعیل غزنوي نن په کابل په دې اړه جوړه شوې خبري ناسته کې وویل چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشرۍ بودجه ځانګړې شوې څو په سرحدي او د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې خلکو ته عامه خدمتونه وړاندې شي.
دی وايي: «دا بودجه د دې لپاره اختصاص شوه چې په طول تاریخ کې هغه ولسونه چې په سرحد کې پراته دي او پر ډیورنډ کرښه، هغوی چون له سهولتونو بېبرخې دي، لارې یې صعبالمرور دي، مخابراتي شبکو ته ضرورت لري، کلینیکونو او صحي مراکزو ته ضرورت لري، مساجدو، مدارسو او مکاتبو ته ضرورت لري، په دغو ټولو بخشونو کې دا بودجه اختصاص شوه.»
هغه زیاته کړه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت رهبرۍ په ننګرهار، نورستان، کونړ، خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې د چارو د ښه تنظیم او ګټورو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د اړوندو ادارو په غړیتوب کمېټې جوړې کړې.
دی وايي: «ولایتي کمېټو په ښه ډول خپلې دندې تر سره او معلومات یې له وزارت سره شریک کړل، چې پر بنسټ یې اوسمهال په یادو ولایتونو کې د روغتیا، معارف، مخابراتو، اوبو، سړکونو، جوماتونو او مدرسو جوړولو برخه کې په ټولیز ډول ۳۴۳ پروژې منظور شوي دي.»
د ده په وینا، د منظور شوو پروژو له ډلې د ۷۶ چارې یې عملاً پیل شوې او د ۲۶۷ نورو پروژو پر تخنیکي چارو کار روان دی.
هغه د بېلګې په ډول د شرقي مرکزي نورستان تر منځ د سړک د جوړېدو یادونه وکړ او ویې ویل: «اوسمهال د کامدېش او برمګټال ولسواليو خلک لومړی کونړ او له هغه ځایه پارون ته راتلل چې له یوې خوا به یې ۱۶ ګنټې (ساعته) مزل کاوه، خو د دې سړک په جوړېدو سره به دغه مزل یونیم او یا دوو ګنټو ته راکم شي.»
د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر مفتي تسلیمالله حقاني وويل هڅه کوي چې د ټولو پروژو چارې پر ټاکلي وخت بشپړې شي.
هغه زیاته کړه: «په یادو پروژو کې مسجدونه شته، مدرسې شته، د صحت، تعلیم، د لویو لارو د جوړولو او بیاروغولو، د استنادي دېوالونو د جوړولو، د مخابراتي شبکو، د پاکو اوبو رسولو او ځينې نورې پرژوې شاملې دي.»
دی وايي، دا مهال یادې منظور شوې پروژې د ډيورنډ کرښې اړوند سيمو کې پلې کېږي او ډېر ژر به د هېواد نورو سرحدي سيمو کې هم ورته پروژې پلې شي.
د مسوولینو په خبره، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشرۍ، د کلیو بیارغونې او پراختیا، اوبو او انرژۍ، عامې روغتیا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، ټولګټو، پوهنې او مالیې وزارتونو ته دنده سپارل شوې څو په سرحدي او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې خلکو ته عامه خدمتونه وړاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP