Language

شپږیزه کرکټ ‌لیګ سیالۍ؛ بند امیر مس عینک ته او بست سپین‌غر ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د شپږیزه کرکټ لیګ د لسم پړاو سیالیو په لړ کې، بند امیر لوبډلې مس عینک ته او بست لوبډلې بیا سپین‌غر ته ماته ورکړه.

نن د دغه لیګ دوې سیالۍ ترسره شوې؛ لومړۍ لوبه د بند امیر ښامارانو او مس عینک اتلانو ترمنځ او دویمه لوبه د بست ساتونکو او سپین‌غر پړانګانو ترمنځ وشوه.

په لومړۍ سیالۍ کې، مس عینک اتلانو لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۸۷ منډې جوړې کړې.

بند امیر ښامارانو ورکړل شوی هدف د لوبې په شلم اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او مس عینک ته یې د شپږو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه‌راز، د شپږیزه لیګ دویمه لوبه د بست ساتونکي او سپین‌غر پړانګانو لوبډلو ترمنځ وشوه.

په دې سیالۍ کې د بست لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۲ منډې وکړې.

د سپین‌غر لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۷ منډې وکړې او لوبه یې بست لوبډلې ته وبایله.