منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 6:58 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نوښت او ټکنالوجي

ننګرهار کې پنځه مخابراتي شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

· 1 دقیقه لوستل · 646 کتنې

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي چې د ننګرهار ولایت په پنځو ولسوالیو کې پنځه مخابراتي شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شبکې د ننګرهار ولایت په غني‌خېلو، کوټ، هسکې‌مینې، رودات او چپرهار ولسوالیو کې د افغان ټلېکام «سلام» مخابراتي شرکت له لوري جوړې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې د یادو ولسوالیو اوسېدونکي پخوا دغو خدمتونو ته پوره لاسرسی نه درلود، خو د نویو شبکو له فعالېدو سره به یې دا ستونزې هوارې شي.