منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:20 غ.م
ننوتل
11° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

نایجریا کې د یوې کښتۍ چپه کېدو پېښه کې لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي

د راپورونو پر بنسټ، نایجریا کې یوه کښتۍ چې څه باندې ۱۰۰ کسان یې لېږدول؛ چپه شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي دي.

· 1 دقیقه لوستل · 556 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو پر بنسټ، نایجریا کې یوه کښتۍ چې څه باندې ۱۰۰ کسان یې لېږدول؛ چپه شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه کښتۍ په «مالاله» ولسوالۍ کې له «تونګان سوله» ښاره په «کاینجي» بند کې «دوګا» ښار ته روانه وه.

په راپور کې راغلي، پېښه هغه مهال شوې چې کښتۍ په «بورګو» ولسوالۍ کې «ګوساوا» سیمې ته نږدې په اوبو کې د یوې ونې له تنې سره ولګېده.

سرچینې لیکلي چې په دې کښتۍ کې د ښځو، ماشومانو او لویانو په ګډون ۱۰۰ کسان سپاره او د «ډاډګېرنې مراسمو کې» د ګډون لپاره دوګا ښار ته روان وو.

سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښه کې ۶۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پاتې نور ژغورل شوي دي.