کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): د ازموینې ملي ادارې رییس، شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني له لوري د «السیاسة و الادارة فيالاسلام» په نوم د چاپ شوي کتاب مخ کتنه وشوه.
په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیقالله عزیزي وویل: «دغه اثار زموږ اوستاسو لپاره سرفرازي ده.»
هغه زیاته کړه، د لیکوالۍ برخه ډېره مؤثره ده، هر شی په حافظه کې نه پاتې کېږي، نو یو قوي قلم باید موجود وي څو یې ولیکي.
نوموړي له نورو علماو او لیکوالانو غوښتنه وکړه دې برخې ته دې پاملرنه وکړي څو راتلونکو نسلونو ته یو څه پاتې شي.
په یاده ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو رییس ډاکتر رفیعالله صمیم پر ځوانانو غږ وکړ چې مطالعې ته مخه کړياو خپله علمي کچه لا لوړه کړي.
هغه له لیکوالانو وغوښتل چې له عامه کتابتونونو سره د کتابونو په برخه کې همکاري وکړي څو ځوانان یې مطالعه کړي.
د ازموینې ملي ادارې رییس شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني وویل چې د (السیاسة و الادارة في الاسلام) د کتاب په لیکلو کې یې ډېراحتیاط کړی او ۱۳ کاله یې پرې تېر کړي څو راتلونکی نسل ترې ښه ګټه واخلي.
هغه زیاته کړه چې دغه نظام په علمي لحاظ هم ډېره اړتیا لري تر څو کار ورته وشي.
نوموړي وویل چې څلور نور کتابونه یې هم چاپ ته اماده دي.
په یاده غونډه کې د کورنیو چارو وزارت سلاکار مولوي شاهمحمد وویل چې په دغه کتاب کې د حکومت کولو ټولې طریقې ښودل شوي، بایدپه تعلیمي نصاب کې شامل شي.
د یادونې ده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست د وږي په څلورمه هم د دادمحمد ناوک د نوي لیکل شوي ناول«تنور» مخکتنه کړې وه.