Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اقتصادي معاونیت: د ۳،۸ میلیارد افغانیو په ارزښت شپږ پروژې منظور شوې

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له خوا د ۳،۸ میلیارد افغانیو په ارزښت شپږ پروژې منظور شوې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت پّ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن ترسره شوه چې له اجنډا سره سم ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له بحثونو وروسته په ۲۰ پروژو کې بدلونونه راوستل شول او د ۳.۸ میلیارد افغانیو په ارزښت شپږ پروژې منظور شوې.

سرچینې لیکلي چې په منظور شوو پروژو کې د کونړ ولایت ۲۰۰ بستریز روغتون د ودانۍ د پاتې چارو بشپړول، په پکتیکا ولایت کې د ۶۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت د سړې خونې جوړول، د فاریاب ولایت له مرکز میمنې ښاره د همدغه ولایت تر فردوس ولسوالۍ پورې د ۲۵ کیلومتره سړک جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسولو او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه د څلورو پروژو په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو له ګټونکو شرکتونو سره د پروژو د قیمتونو په اړه مذاکره ترسره کړي او راپور دې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه وړاندې کړي.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.