میدانښار (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي چې په میدانوردګو ولایت کې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته تعزیزي سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د ميدانوردګ ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر ۲۰ـ ۲۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP