کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وایي، د افغانستان او امریکا ترمنځ په لوړه کچه ناستې او د بندیانو خوشي کول کولای شي د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړي.
په دې وروستیو کې د بندیانو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ پلاوي لږ تر لږه درې ځله افغانستان ته سفر کړی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت تېره شپه خبر ورکړی و چې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي په مشرۍ یو امریکایي پلاوی کابل ته راغلی او له مولوي امیرخان متقي سره یې وکتل، دغهراز اسلامي امارت د امیر امیري په نوم یو امریکايي تبعه هم خوشي کړی دی.
متقي په دې لیدنه کې ویلي، د افغانستان حکومت د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې نه ګوري او په ډاګه کوي چې د ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو حل ته لارې چارې لټول کېدای شي، د اسلامي امارت له خوا د امریکايي تبعه د خوشي کولو ګام هم په دې برخه کې د مثبت پرمختګ لپاره پورته شوی دی.
بلخوا، د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د افغانستان او امريکا په دوه اړخيزو اړيکو کې په لوړه کچه ناستې او د بنديانو په خلاصون سره د دې زمينه برابرېدای شي چې د متقابل درناوي او مشترکو ګټو پر بنسټ، په نورو برخو کې د اړيکو پراختيا ته لار پرانيزي.
هغه زیاته کړې: «مهمه دا ده چې دواړه لوري دغه درک ته رسېدلي او په دې تکل دي چې د بنديانو موضوع په مناسب ډول هواره شي او پر نورو برخو خبرې دوام پيدا کړي.»
نوموړي لیکلي، د لورو د واقعیتونو او حساسيتونو درک کولای شي د تعامل له راتلونکو پړاوونو سره مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP