غزنيښار (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۴): د غزني ولایت له مرکزه پکتیکا ته د غځېدلي ۴۱ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې پیل شوې.
د غزني د ټولګټو رییس مولوي عبدالقدیر بلال نن د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، دغه سړک د غزني له ښاره او بیا د پکتیکا ولایت تر سرحده ټول ۴۱ کیلومتره اوږدوالی او اته متره سور لري چې د ټولګټو وزارت له لوري د ۱۴۵ میلیون افغانیو په لګښت بیارغول کېږي.
هغه زیاته کړه چې د دغه سړک په اوږدو کې ۳۸ پلچکونه، یو شمېر استنادي دېوالونه او د دواړو غاړو شولډرونه هم رغول کېږي چې په وینا یې، د دې پروژې په بشپړېدو به په تګ راتګ کې د خلکو ستونزې په اساسي ډول حل شي.
نوموړي دغهراز وویل چې د دغه سړک بیارغونې په چارو کې به د ورځې ۲۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
ورته مهال، موټرچلوونکي او عام خلک د دې لارې د بیارغونې چارو پر پیلېدو خوښي څرګندوي.
د اندړو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي فتحمحمد پژواک ته وویل: «موږ له کلونو راهیسې د دې لارې د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ وو، اوس به د دغه سړک په جوړېدو سره زموږ ډېرې ستونزې حل شي.»
دغهراز یوه موټرچلوونکي وویل: «کله چې موږ په دې لاره ناروغان د غزني حوزوي روغتون ته لېږدوو، ځیني د لارې په اوږدو ژوند له لاسه ورکوي.»
یاد دواړه کسان وايي، دغه سړک د تېرو جګړو پر مهال ډېر ویجاړ شوی او د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ وي.
بلخوا، د پکتیکا د مرکز ښرنې یوه اوسېدونکي اسلم پژواک ته وویل، پر دې لار د پکتیکا په ګډون د خوست او پکتیا ولایتونو خلک هم تګ راتګ کوي او زیاتوي چې حکومت نېک اقدام کړی چې د دې لارې د بیارغونې چارې یې پیل کړې.
هغه زیاته کړه: «که دا لاره جوړه شي، یو خو به د څلورو ولایتونو خلکو ته په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي او بل به مالونه هم پر وخت رسېږي.»
د یادونې ده، یاد سړک نه یوازې غزني له پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو سره نښلوي، بلکې تر ډیورنډ کرښې پورې غځېدلی چې په جوړېدو سره به یې د سوداګریزو مالونو په انتقال او د خلکو په تګ راتګ کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP