Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې پر یوه کس د قصاص حکم تطبیق شو

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، نن د بادغيس ولایت د مرکز قلعه‌نو په ورزشي سټدیوم کې پر یوه قاتل د قصاص حکم تطبيق شو.

د سترې محکمې خبرپاڼه کې راغلي، دغه قاتل د بادغیس د جوند ولسوالۍ اوسېدونکی و او دوه کسان يې د ټوپک په ډزو وژلي وو.

سترې محکمې لیکلي، یاده موضوع د اسلامي امارت د سترې محکمې اړوند درې‌ګونو محاکمو وڅېړله او په پايله کې پر قاتل د قصاص حکم صادر او تایید شو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت مشرتابه له خوا هم د دې موضوع په اړه د وروستي احتیاط په موخه فوق‌العاده څېړنه وشوه، د مقتول کورنۍ ته د بښنې او سولې لپاره وړانديز شوی و او د هغوی له نه منلو او انکار وروسته پر قاتل د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.