ژبه

ننګرهار کې یو کس ځان‌وژنه کړې

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې یو کس – چې د عصبي ناروغۍ له امله رنځېده – ځان‌وژنه کړې ده.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه تېره شپه د شینوارو ولسوالۍ د کلاو درغزي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې امنیتي ځواکونه د راپور تر ترلاسه کېدو وروسته سیمې ته رسېدلي او د پېښې لومړنۍ څېړنه یې ترسره کړې ده.

امنیه قوماندانۍ ویلي چې د کورنۍ د څرګندونو پر بنسټ، یاد کس ۷۰ کاله عکر درلود، له شل کلونو راهیسې له عصبي ناروغۍ کړیده او د ژوند په وروستیو کلونو کې یې حالت لا خراب شوی و.

د یادونې ده چې ځان‌وژنه د اسلام له اړخه حرامه او لویه ګناه ګڼل کېږي، او څوک باید د ژوند له ستونزو کبله دې ناوړه عمل ته لاس وانه چوي.