Language

۲۶ ټنه بې کیفیته ودانیز توکي له اسلام‌کلا بندر نه بیرته وګرځول شول

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۵): د معیار او کیفیت اداره وايي چې د کورنیو بازارونو خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه یې څه باندې ۲۶ ټنه بې‌کیفیته ایزوګام له اسلام‌کلا بندر نه بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځولي دي.

یادې ادارې نن د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ، ۲۶ ټنه او ۷۷۰ کیلوګرامه ایزوګام چې له کورنیو معیارونو سره برابر نه وو، د اسلام‌کلا بندر په کې له هر اړخیزې ارزونې او د کیفیت له دقیق کنټرول وروسته بېرته صادروونکي هېواد ته واستول شول.

د معیار او کیفیت ادارې ویلي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په منظم، شفاف او جدي ډول روان دی او هېواد ته د هغو توکیو د راوړو په مخنیوي کې هېڅ ډول نرمښت نه ښيي چې ټولنې ته زیان رسوي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتي چې کورني معیارونه په جدي توګه رعایت کړي او د باکیفیته او سالم بازار رامنځته کولو په برخه کې خپل دیني او ملي مسوولیت ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د معیار او کیفیت ادارې ویلي وو چې له شیخ ابونصر فراهي له بندر څخه یې د «نوداني» په نوم ۲۵ ټنه بې‌کیفیته ګاډر بېرته ګرځولي وو.

د اسلام‌‌کلا او ابونصر فراهي بندرونه له ایران سره په پوله موقعیت لري.