Language

په بدخشان کې واورې ښوېدنې د څلورو کسانو ژوند واخیست

کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۵)د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې د دې ولایت د راغستان ولسوالۍ پر لاره د واورې ښوېدنې له امله څلور کسان مړه شوي دي.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان درې ورځې مخکې د کار موندلو لپاره د راغستان ولسوالۍ پر لور روان وو چې په لاره کې د واورې ښوېدنې سره مخ شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې قربانیان د بدخشان د کوف‌آب ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه د «آقوبه شاله» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

همداراز ویل شوي چې دا پېښه درې ورځې مخکې شوې وه، خو د قربانیانو مړي نن له واورو راویستل شول.