Language

غزني کې ترافیکي پېښه؛ درې کسان مړه او درې نور ټبیان شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن غرمه د قره‌باغ ولسوالۍ په عبدالله ګل سیمه کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د درېیو موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې دوو ښځو او یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپيان یې روغتون ته لېږدولي دي.

 د یادونې ده، درې ورځي مخکې هم د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د «کوټې» په سیمه کې یوه باروړونکي موټر له دوو مسافر وړونکو موټرو سره ټکر کړی و چې له امله یې ۷ کسان ټپیان شوي وو.