منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۷ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

اتریش له اوزبیکستان سره د کډوالو د بېرته ستنولو تړون لاسلیکوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۷ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۵): د اتریش حکومت اعلان کړی چې په راتلونکې میلادي میاشت کې به له اوزبیکستان سره، د دغه هېواد له لارې، د افغانانو په ګډون د کډوالو د ایستلو بهیر د اسانه کولو په موخه، تړون لاسلیک کړي.

یوې اروپايي رسنۍ د اتریش د حکومت د اعلامیې له مخې راپور ورکړی چې ټاکل شوې د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیران د روان کال د مې په اوومه، د دغه تړون د لاسلیکولو لپاره اوزبیکستان ته سفر وکړي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویاند مارکوس هایندل ویلي: «دا د هغو کسانو د لېږد لپاره مهم تړون دی چې خپل هېواد، په ځانګړې توګه افغانستان ته له ایستلو سره مخ دي.»

په راپور کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي چې له تېر کال راهیسې اتریش یو شمېر افغان او سوري وګړي له دغه هېواده ایستلي دي.