منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

امریکا پر اوکراین د «هاوک» توغندیز سیسټم د تجهیزاتو پلور تایید کړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۷۷ کتنې

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر اوکراین د څه باندې ۱۰۸ ميليارد ډالرو په ارزښت د «هاوک» توغندیز سیسټم اړوندو تجهیزاتو احتمالي پلور تایید کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې دغه تجهیزات د «هاوک» توغندیز سیسټم د ساتنې او ملاتړ لپاره په پام کې نیول شوي دي.

«هاوک» توغندیز سیسټم د امریکا له هوايي دفاعي سیستمونو دی چې د هوايي اهدافو د تعقیب او له منځه وړلو لپاره کارول کېږي. اوکراین د روسیې پر وړاندې جګړه کې د خپل هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره له دغه سیسټمه استفاده کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې معاملې د نهايي کېدو د وخت او یا هم د تجهیزاتو د ډول په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.