کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د میدان وردګو او غزني امنیې قوماندانۍ وایي، د کابل ـ کندهار پر لویه لار په درېیو جلا ترافیکي پېښو کې درې کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د میدان وردګ امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویلي چې پرون د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند د کابل _ کندهار پر لويه لار د حیدرخیلو او د تنګي د دوه لارې په سيمو کې دوې ترافيکي پېښې شوې دي.
سرچینه زیاتوي، لومړنۍ پېښه د حیدرخیلو په سيمه کې د «ده سلنډ بار وړونکی» او کرولا ډوله موټرو ترمنځ شوې چې له امله یې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، دویمه پېښه د تنګي د دوه لارې په سیمه کې د مازدا او سراچې ډوله موټرو ترمنځ شوې چې له امله یې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه راز د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار د چرلي په سیمه کې د یوه مسافروړونکي موټر او موټرسایکل ترمنځ ټکر شوې دی.
سرچینه زیاتوي، په یاده پېښه کې په موټر سایکل سپاره یو کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوې دی.
سرچینې لیکلي، د پېښې لامل بېاحتیاطي ښودل شوې ده.