کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، په پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو کې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ کسان شهیدان او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د پکتیا پر څمکنیو، د پکتیکا پر ګیان او د کونړ پر مرورې ولسوالیو هوایي بریدونه کړي دي.
هغه زیاته کړې: «د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ اړوند مندوخېلو کلي کې پر یوه ملکي کور پاکستاني جیټ الوتکو د بمبار په نتیجه کې د کور یو سپینږیری او یو ماشوم شهیدان او نور غړي یې ټپیان شوي خو کله چې یې د ژغورنې لپاره د کلي خلک راټول شوي، دویم ځل بمبار شوی چې ٢٨ کلیوال پکې شهیدان شوي او ١٥٨ نور ټپیان شوي.»
د هغه د معلوماتو له مخې، د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اړوند په ولوست کلي کې د یوه کس کور بمبار شوی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې شپږ کسان شهیدان شوي دي.
فطرت لیکلي، د کونړ مرورې ولسوالۍ اړوند په برولو کلي کې د یوه ملکي کس کور بمبار شوی چې ځاني تلفات نه لري خو کور یې بشيړ ویجاړ شوی او مالي زیان وراوښتی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند لیکلي، د تېرې شپې په بریدونو کې تر دې مهاله ټول ۳۶ عام وګړي چې ماشومان او ښځې هم پکې دي، شهیدان او ١٦٣ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړې چې په یادو بریدونو کې درې کورونه هم په بشپړ ډول تخریب شوي دي.