کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د هند د بهرنیو چارو وزارت پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ بللي دي.
د پاکستان پوځي رژیم د روانې اونۍ د یکشنبې په شپه د پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګدون ۳۶ کسان شهیدان او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد پر افغانستان د پاکستان هغه هوايي بریدونه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي، په کلکه غندي.
یاد وزارت ټینګار کړی چې هند یو ځل بیا د افغانستان له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خپل کلک او نهبدلېدونکی ملاتړ څرګندوي.