ژبه

سرپل کې نږدې ۴ میلیون جریبه څرځایونه تثبیت شوي

Ahmad sohaib

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۱:۵۰

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په سرپل ولایت کې څه‌ باندې ۳ میلیونه او ۹۴۴ زره او ۵۶۵ جریب څرځايونه تثبیت کړي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا عامه څرځایونه د سرپل په مرکز او ولسوالیو کې موقعیت لري چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د توظیف شوي پلاوي له خوا تر بررسۍ لاندې نیول شوي او د یاد کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت شوي دي.
سرچینه زیاتوي، له یادو څرځایونو څخه ۸۹ سلنه یې چې کابو ۳.۵ میلیون جریبه کېږي، د څرځایونو په حالت پاتې دي او ۱۱ سلنه نورو یې طبیعي بڼه له لاسه ورکړې چې څه‌ باندې ۴۵۰ زره جریبه کېږي او د خلکو له لوري په للمي او اوبي کرنیزو ځمکو، هستوګنیزو کورونو او عامه تأسیساتو تبدیل شوي او یا نور تصرفات پکې ترسره شوي دي.
عدلیې وزارت لیکلي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۳نې مادې پر بنسټ، پر عامه څرځایونو تېری او په کرنیزو ځمکو د هغو بدلول، په هغو کې د سرپناه (کور) جوړول او په مرعی ځمکو کې هر ډول نور تصرفات منع دي.
د مرعی د سروې او تشخیص پلاوی چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له‌خوا توظیف شوی دی، د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د څرځایونو د ځمکو د بررسۍ په حال کې دی او د بررسۍ او تثبیت بهیر په پای ته رسېدو سره، یاد څرځایونه د ځمکو په بانک کې ثبتېږي.