ژبه

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي فرید بشارت خپل امریکایي سیال ته ماته ورکړه

هجرت‌الله کاکړ

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۰۱

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي فرید بشارت خپل امریکایي سیال ته ماته ورکړه.

یاده سیالي تېره شپه د امریکا په لاس‌ وېګاس ښار کې د «UFC Fight Night 329» سیالیو په چوکاټ کې ترسره شوه.

په دې سیالۍ کې فرید بشارت د خپل امریکایي سیال جان ګارزا پر وړاندې ښه ولوبېده او د لوبڅارانو د پرېکړې پر اساس یې لوبه وګټله.

د یادونې ده، فرید بشارت له دې مخکې ۱۵ لوبې کړې او هیڅ کومه ماته یې نه ده خوړلی او خپلې ټولې لوبې یې ګټلط دي.