ژبه

د نیمروز په مارګو دښته کې د ۱۹ کسانو ورکېدل؛ د لټون عملیات دوام لري

شیما صدیقی

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۱:۴۶

Views: ۴۵

زرنج (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د نیمروز چارواکي وايي، ۱۹ هېوادوال چې غوښتل یې پر ناقانونه لارو ایران ته ولاړ شي، د دغه ولایت د چخانسور ولسوالۍ اړوند د مارګو دښته کې د موټر له خرابېدو وروسته ورک شوي او د موندلو لپاره یې د لټون عملیات دوام لري.

د نیمروز ولایت د مقام ویاند مولوي عبدالمتوکل توحیدي پژواک ته وویل، ۲۰ هېوادوال څو ورځې مخکې د ناقانونه کډوالۍ په موخه ایران ته روان وو خو موټر یې په مارګو دښته کې تخنیکي ستونزه پیدا کړې وه.

هغه زیاته کړه، موټرچلوونکی له یوه مسافر سره د اوبو، مرستې او موټر د ترمیم لپاره د وسایلو راوړلو په موخه له سیمې تللي وو، خو نور مسافر هم د سختو دوړو له امله هلته نه دي پاتې شوي او د ځان ژغورنې لپاره بېلابېلو لورو ته خوځېدلي دي.

توحیدي وویل: «موټرچلوونکي له یوه مسافر سره ویلي وو چې دلته نږدې یو کلی دی؛ ځو اوبه او د موټر د ترمیم وسایل راوړو. هغه ورځ دوړې ډېرې سختې وې او مسافرو یې توان ونه درلود چې پاتې شي، هر یو د ځان ژغورنې لپاره د شاوخوا کلیو پر لور خوځېدلي وو، کله چې دغه دوه کسان بېرته راغلل، هیڅ یو مسافر یې پیدا نه کړ.»

هغه زیاته کړه، د دغو کسانو موټر له دې مخکې هم په لاره کې دوه ځلي خراب شوی و. د نوموړي په وینا، موټرچلوونکي او ملګري یې له کلي څخه تر راستنېدو وروسته موټر جوړ کړ، خو د توپان د شدت له امله یې لاره ورکه کړه او موټر په شګو کې بند پاتې شو. په پای کې له دغو دوو کسانو یو یې وتوانېد چې زرنج ښار ته ځان ورسوي او موضوع یې د ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ سره شریکه کړه.

د نیمروز د والي د ویاند په خبره، دغه پېښه څلور ورځې وړاندې شوې او د راپور له ترلاسه کېدو وروسته پولیسو او استخباراتو د ورکو کسانو د موندلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.

هغه وویل: «د ژغورنې عملیات په بېلابېلو طریقو دوام لري، چورلکې هم د ورکو کسانو د لټون لپاره نیمروز ته راغلې دي، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې. د پولیسو او ټولو امنیتي ځواکونو هڅې د دغو کسانو د موندلو لپاره لا هم دوام لري.»

توحیدي د دې پېښې په اړه خپاره شوي ځینې راپورونه ناسم وبلل او ویې ویل، هغه پنځه مړي چې موندل شوي، له ورکو شویو ۱۹ کسانو څخه نه دي. د هغه په وینا، دغه ۱۹ کسان لا هم ورک دي او د موندلو لپاره یې د امنیتي ځواکونو د لټون عملیات روان دي. نوموړي زیاته کړه چې یاد پنځه مړي هم د چورلکو په مرسته لېږدول شوي دي.

هغه وايي، موندل شوي پنځه جسدونه د سړیو او د بلخ ولایت اوسېدونکي دي. دغه‌راز، ۱۹ ورک شوي کسان هم ټول نارینه دي او هيڅ ښځه په کې نشته.