کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۵): د کویټ پراختیا صندوق او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د بلاعوضه مرستو دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي چې له مخې یې، ۲.۵ میلیونه ډالر د افغانستان او ۲.۵ میلیونه نور د سوریې بشري مرستو صندوقونو ته ځانګړي کېږي.
اوچا نن (جمعه) پر خپله اېکسپاڼه د دغو هوکړهلیکونو د لاسلیک خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه اسناد د کویټ پراختیا صندوق د عمومي ریاست سرپرست رشید علي البدر او په سعودي عربستان کې د اوچا استازي محمد خاطر زید لهخوا لاسلیک شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د افغانستان او سوریې بشري مرستو صندوقونو ته ځانګړې شوې دي چې د اوچا تر مدیریت لاندې دي او د دغو هېوادونو د بشري مرستو د پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره به ترې کار واخیستل شي.
اوچا دغه مرسته «په افغانستان او سوریه کې د بشري مرستو د پیاوړتیا لپاره پر وخت اقدام» بللی او ویلي یې دي چې دغه بودجه به اړمنو کسانو ته د حیاتي مرستو په رسولو کې مرسته وکړي.
د اوچا په وینا، دغه مالي مرسته به د هغو بشري پروګرامونو او پروژو د تمویل لپاره وکارول شي چې موخه یې د زیانمنو کسانو بېړنیو اړتیاوو ته رسېدنه او تر ټولو زیانمنو خلکو او ټولنو ته د ژغورنې خدمتونو رسول دي.