لښکرګاه (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۵): د هلمند امنیه قومانداني وایي، په تېرو پنځو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۹۱ میله وسلې او په زیاته کچه مهمات او پوځي تجهیزات کشف او ضبط شوي او په تړاو یې ۳۰ کسان هم نیول شوي دي.
د هلمند امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د دې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په تېرو پنځو میاشتو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال یادې وسلې او تجهیزات کشف او ضبط کړي دي.
د سرچینې په وینا، په دغو وسلو کې ۵۹ تومانچې، اته کلاشینکوفونه، ۲۱ میله کمرشکن، دوه میله ماشینکوفونه «ټيټي» او یو راکټانداز شامل دي.
دغه راز یاده قومانداني وایي چې په دغو عملیاتو کې ۱۹۶۷ لیزري څراغونه، څلور زغرهوال سپرونه، ګڼ شمېر پوځي انټنونه، د سپکو او درنو وسلو زرګونه فیره مرمۍ او په زیاته کچه نور پوځي تجهیزات هم کشف او ضبط شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د دغو وسلو او تجهیزاتو د ناقانونه لېږد په تړاو ۳۰ کسان نیول شوي دي.
د هلمند امنیه قوماندانۍ په وینا، د نیول شوو کسانو دوسیې تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.