کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو او د کورنیو چارو وزارتونو او د احصایې او معلوماتو ادارې، کابل ښاروالۍ، افغان پوسټ شرکت د ۱۴۴۷ هجري قمري کال مهمې لاستهراوړنې او فعالیتونه وړاندې کړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن د «حکومت د مطبوعاتو په هینداره کې» برنامې له لارې د هرې ادارې فعالیتونه په ځانګړي ډول تشریح کړل چې په لاندې ډول دي:
د راپور بشپړ متن
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوچۍ وزارت
الف: د خدمتونو په برخه کې
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له انکشافي بودجې د هېواد په محرومو لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه، شاوخوا ۳۵۰ مخابراتي انتنونه فعال شوي او د ۱۵۰ نورو انتنونو فعالولو چارې روانې دي. سربېره پر دې، د مخابراتي شرکتونو په مالي تمویل ۵۰۰ نوي مخابراتي انتنونه هم فعال شوي، چې له امله یې بېبرخې سیمې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلې دي.
ب: د مخابراتي تاسیساتو د پراختیا په برخه کې
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، په هېواد کې د مخابراتي زیربناوو د جوړولو او پراختیا په موخه په بېلابېلو سیمو کې ۸۵۱ کیلومتره نوري فایبر شبکه غځول شوې او د مخابراتي سایټونو د کیفیت او ظرفیت د لوړولو لپاره د E-Band فریکونسۍ مخابراتي او انټرنېټي شرکتونو ته توزیع شوې ده.
همدارنګه، د مخابراتي شرکتونو، د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو او د اترا ادارې د پراختیایي بودجې په مرسته، په ټول هېواد کې ۲۹۳۲ مخابراتي ټاورونه جوړ شوي، چې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د پراختیا لپاره ترې استفاده کېږي.
ج: راستنېدونکو ته د خدماتو په برخه کې
د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د مخابراتي اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د اترا ادارې او امارتي او خصوصي مخابراتي شرکتونو له لوري ۴۹۱ زره او ۱۲۶ سیمکارټونه وېشل شوي دي.
د: د کارموندنې په برخه کې
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، د هېواد د مخابراتي بازارونو له لارې ۱۸۴ زره کسانو ته مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر شوي دي.
اقتصاد وزارت
الف: د فعالیت جوازونو په برخه کې
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، په هېواد کې د غیرامارتي مؤسسو د فعالیتونو د تنظیم په موخه، ۸۴ کورنیو او ۲ بهرنیو مؤسسو ته، چې په ټولنیزو، روغتیا، کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، ښوونې او بشري مرستو برخو کې فعالیت کوي، د فعالیت جوازونه صادر شوي دي.
ب: د کارموندنې په برخه کې
د کورنیو او بهرنیو غیرامارتي مؤسسو د فعالیتونو په پایله کې، ۱۴۰ زره کسانو ته مستقیم کاري فرصتونه برابر شوي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت
الف: د کار د جوازونو په برخه کې
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، کورنیو او بهرنیو وګړو ته ۶۲ زره او ۷۳۹ د کار جوازونه وېشل شوي دي. همدارنګه، د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د کار جوازونو د وېش بهیر برېښنايي شوی او د هېواد په زونونو کې یې د وېش استازولۍ پراخې شوې دي.
سربېره پردې، د کار بازار د اړتیاوو پر بنسټ، د وزارت او همکارو مؤسسو له لوري ۴۵ زره او ۳۵۵ تنه کار آموزانو ته تخنیکي او مسلکي زدهکړې وړاندې شوې دي. همدارنګه، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په پروګرامونو کې ګډونوالو ته شاوخوا ۲۴ زره د فراغت سندونه وېشل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت
الف: د پاسپورټونو د وېش په برخه کې
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، ټولټال ۶۵۰ زره او ۸۶۰ عادي پاسپورټونه، ۳ زره او ۳۴۵ سوداګریز پاسپورټونه او ۵۱۲ تحصیلي پاسپورټونه غوښتونکو ته وېشل شوي دي.
همدارنګه، په همدې موده کې د ۱۶ زره او ۷۱۷ بهرنیو وګړو ویزې تمدید شوې دي. د دې بهیر د ساده کولو ترڅنګ، په دې برخه کې د پاسپورټ لوی ریاست له لوري د اړتیا وړ اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.
ب: د پاسپورټونو د خدمتونو په برخه کې
د غوره خدمتونو او لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو لپاره، د نوملیکنې بهیر انلاین شوی او له ۹ پاڼو څخه یوې پاڼې ته راکم شوی دی.
همدارنګه، د پاسپورټ لوی ریاست کې د کاغذي تذکرو د تأیید څانګه جوړه او فعاله شوې، د کور تر دروازې د پاسپورټ د رسولو خدمت په مرکز او ولایتونو کې پیل شوی او سپینږیرو، محصلینو، سوداګرو، ناروغانو، حاجیانو، معلولینو، ورزشکارانو او دولتي کارکوونکو ته د پاسپورټ د وېش ځانګړې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
سربېره پر دې، د زیربناوو د پراختیا او چارو د چټکتیا په موخه، د ۱۵۴ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت تخنیکي وسایل او تجهیزات هم برابر شوي دي. همدارنګه، د کاري ساحې د پراخولو په موخه، د پاسپورټ ریاست د آمریتونو لپاره په هرات، لوګر، زابل او خوست ولایتونو کې نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
ج: د موټر چلولو جوازونو د وېش په برخه کې
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست له لوري ۱۴۵ زره د موټر چلولو جوازونه وېشل شوي او د ۳۸۸ زره وسایطو اسناد صادر شوي دي.
همدارنګه، د خدمتونو په وړاندې کولو کې د اصلاحاتو له امله د موټرو د اسنادو د طی مراحل بهیر له ۸ پړاوونو څخه ۵ پړاوونو ته راکم شوی او د اسنادو د صادرېدو وخت له شاوخوا ۱۰ ورځو څخه ۱ تر ۲ ورځو ته کم شوی دی.
په ټولو ولایتونو کې د تخنیکي معایناتو برابرول، د تضمین بهیر اسانه کول، د خدمتونو او د وسایطو د آرشیف ډیجیټلي کول د دې برخې له مهمو اقداماتو څخه دي.
په ۱۴۰۴ کال کې د ترافیکي نظم د ښه والي، د پېښو د کمښت او د موټرچلونې د قانونمندۍ لپاره د ترافیکو عمومي ریاست پراخ اقدامات ترسره کړي دي. په دغو اقداماتو کې د سړکونو او لویو لارو رنګول، د سړکونو د خطکشۍ او بخشبندۍ چارې، د ګلمیخونو نصب، د ترافیکي تجهیزاتو لرونکو کانتینرونو وېش او د ۲۴ ساعته ګرځنده ګزمو جوړول شامل دي.
همدارنګه، د حرکت له وړاندې د وسایطو تخنیکي څارنه، د اضافي بار کنټرول، د موټر چلوونکو او وسایطو د اسنادو ارزونه، روغتیايي کارت، د بار اندازه او نور اړوند موارد په منظم ډول څارل شوي چې د سړکونو د خوندیتوب او د ترافیکي پېښو په کمولو کې یې مهم رول لوبولی دی.
د احصائیې او معلوماتو اداره
الف: د تذکرو په برخه کې
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، شاوخوا ۲ میلیونه برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي چې له ډلې یې ۱.۵ میلیونه نارینهوو او ۵۰۰ زره ښځو ته ورکړل شوې دي.
همدارنګه، په همدې موده کې نږدې یو میلیون کاغذي تذکرې (نوې او مثنی) او ۲۰ زره کاغذي تذکرې کوچیانو ته وېشل شوې دي.
تېر کال، د کاغذي تذکرو د اصلاح په برخه کې ۱۳۹ زره کسانو ته حضوري او نږدې ۲۱۴ زره کسانو ته انلاین خدمتونه وړاندې شوي دي.
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، له ۱۲۶ زرو څخه زیات د زېږون کارتونه او شاوخوا ۲۵ زره د مړینې پارچې وېشل شوي دي.
همدارنګه، خلکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو او د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر د چټکتیا په موخه، په تېر کال کې د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې یو آسان خدمت مرکز او په بلخ، هرات، هلمند، ننګرهار، کندز او فراه ولایتونو کې څلور نور مرکزونه فعال شوي دي. سربېره پردې، په فراه او کندز ولایتونو کې د دوو نورو آسان خدمت مرکزونو د فعالیت د پیل چارې هم نږدې بشپړې شوې دي.
کابل ښاروالي
الف: د ښاري نظم په برخه کې
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، د بازار د تنظیم او ښاري نظم په موخه د کابل ښار ګڼې ګوڼې سیمې له لاسپلورونکو پاکې شوې دي.
همدارنګه، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې ۱۳ زره او ۹۷۰ بېلابېلو صنفونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده. سربېره پر دې، په کابل ښار کې ۳ زره او ۹۳۳ بېجوازه صنفونه پېژندل شوي او د نرخنامو د سرغړونې له امله د ۴ زره او ۸۸۴ صنفونو فعالیتونه په موقتي ډول درول شوي او اړینې سپارښتنې ورته شوې دي.
ب: د سرسبزۍ او زرغونتیا په برخه کې
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، د ښار د زرغونتیا او شنو ساحو د پراختیا په موخه ۵۳۱ زره او ۵۸۰ نیالګي او زینتي ګلان کېنول شوي دي. همدارنګه، د شنو ساحو د ودې په موخه، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د اوبو لګولو د سیستمونو د نصب چارې بشپړې شوې دي.
ج: د تنظیف په برخه کې
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، ۶۲۲ زره او ۱۱۱ ټنه جامد کثافات راټول او د ګزک ساحې ته انتقال شوي دي. همدارنګه، په همدې موده کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۲۷ زره او ۳۰۵ متره کانالونه او ۴۲۵ زره او ۶۸۰ متره د سړک غاړې ویالې لوشکشي او پاکې شوې دي.
افغان پوست امارتي شرکت
الف: د لېږد او خدمتونو په برخه کې
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، افغان پوست شرکت د هېواد دننه د ۵ میلیونه او ۲۸ زرو څخه د زیاتو مراسلاتو او بهرنیو هېوادونو ته د ۵ زره او ۸۵۳ بستو د لېږد زمینه برابره کړې ده.
په دې شمېر کې د ۲ میلیونه او ۶۷۷ زره او ۲۴۳ رسمي دولتي مراسلاتو، ۲۲ زره او ۱۸۴ شخصي مراسلاتو، ۸۱۲ زره او ۲۲۶ پاسپورټونو او ۱ میلیون او ۲۷۷ زره او ۶۳۴ برېښنايي تذکرو لېږد شامل دی.
همدارنګه، د لوړو زدهکړو او پوهنې وزارتونو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د ۱۹۳ زره او ۸۸۴ تعلیمي او تحصیلي اسنادو د تأیید او د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ۲۳۴ زره او ۷۳۳ بېلابېلو اسنادو د تصدیق اړوند خدمتونه غوښتونکو ته وړاندې شوي دي.
د لا غوره خدمتونو او اسانتیاوو د برابرولو لپاره، د عادي او عاجلو خدمتونو څانګې او د مشتریانو د خدمتونو مرکز رامنځته شوی او د اسنادو د کور تر دروازې د رسولو خدمت هم په مرکز او ولایتونو کې پیل شوی دی.