پلعلم (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۵): لوګر کې د نايب امینالله خان ۳۰۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د بېړنیو ناروغانو درملنې څانګه (ایسييو) فعاله شوې ده.
د یاد روغتون مسوولین وايي، دغه څانګه د عامې روغتیا وزارت له لوري د سوېلختیځ زون په کچه د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د بېړنیو ناروغانو درملنې لپاره فعاله شوې ده.
د نايب امینالله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون رييس ډاکټر فیصلاحمد فنا پژواک ته وویل، د ایسيیو څانګه لس بستره لري، د شپږو متخصصو ډاکټرانو له لوري پکې د جدي ناروغانو څارنه او درملنه کېږي او په پرمختللو طبي وسایلو سمبال ده.
نوموړي زیاته کړه، دغه روغتون اوس مهال د سوېلختیځ زون په کچه د داخله، جراحي، ماشومانو، نسایي ولادي، ایسيیو، امبولانس، وینې بانک او نورو برخو کې ۲۴ ساعته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د ایسيیو څانګې متخصص ډاکټر عبدالواث وحدت وویل، په دې څانګه کې د زړه حملې، مغزي سکتې، تنفسي او نورو جدي روغتیايي ستونزو لرونکي ناروغان تر ځانګړې څارنې او درملنې لاندې نیول کېږي.
نوموړي د ایسيیو څانګې فعالېدل د لوګر او د سوېلختیځ زون د اوسېدونکو لپاره مهم پرمختګ وباله او ویې ویل چې دغه خدمات به د جدي ناروغانو درملنې برخه کې د هغوی ستونزې راکمې کړي.
د لوګر یو شمېر اوسېدونکي او ناروغان هم د یادې څانګې له فعالېدو خوښي څرګندوي او وایي، د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې د جدي او بېړنیو ناروغانو لپاره د ایسيیو لس بستره ځانګړي خدمات وړاندې کېږي.
حسرت