ژبه

افغان سوک‌وهونکي اسیایي المپیکي سیالیو کې قطري سیال ته ماته ورکړه

هجرت‌الله کاکړ

۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۷

Views: ۱

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د افغانستان د سوک‌وهنې ملي فدراسیون وایي، افغان ورزشکار ایمل همدم په شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالیو کې خپل قطري سیال ته ماته ورکړه او په دغو سیالیو کې یې بل پړاو ته لار ومونده.

د افغانستان د سوکإوهنې ملي فدراسیون نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ایمل همدم په اسیایي المپیکي سیالیو کې د ۶۰ کیلو وزن کټګورۍ کې خپل قطري سیال ته ماته ورکړه.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له افغانستانه د سوک‌وهنې درې‌کسیزې لوبډلې ګډون کړی دی.

دغه‌راز، شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په ۴۱ ورزشي رشتو کې د سپټمبر له ۱۹مې د جاپان په ایچي-ناګویا ښار کې پیل شوې دي.