نیلي (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): دایکنډي کې یو شمېر بڼوال وايي، په وروستیو کلونو کې د پرلهپسې وچکالیو او اقلیمي بدلون له امله د بادامو حاصلات د پام وړ کم شوي چې له امله یې د کورنیو اقتصادي وضعیت خراب شوی دی. په همدې حال کې، مسوولین سږ کال په دغه ولایت کې د بادامو د حاصلاتو د شاوخوا ۲۰ سلنې کمښت خبره کوي.
د معلوماتو له مځې، د دایکندي بادام د هېواد له مشهورو او باکیفیته بادامو شمېرل کېږي او د دغه ولایت د خلکو د اقتصاد لویه برخه د بادامو په حاصلاتو پورې تړلې ده.
بڼوال: وچکالیو زموږ اقتصاد ځپلی دی

د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ یوه بڼوال اکبر جویا پژواک ته وویل چې په تېرو څو کلونو کې د پرلهپسې وچکالیو او طبیعي افتونو له امله د بادامو حاصلات کم شوي دي.
هغه زیاته کړه: «ستونزې مو ډېرې شوې دي؛ اوبه نشته، بادام حاصل نه کوي، ځینې ونې مو وچې شوې دي، هغه چپه کوو او سون لپاره یې ږدو؛ ژوند مو پر بادامو ولاړ و، خو اوس ډېر سخت شوی دی.»
د نوموړي په خبره، په تېرو کلونو کې به یې د بادامو له باغ څخه څه باندې ۱۵۰ منه حاصل ترلاسه کاوه او بادام به یې په ښه بیه پلورل او پیسو یې د کور د لګښتونو ډېره برخه پوره کوله.
هغه وویل: «څو کاله کېږي چې وچکالي شدیده شوې ده؛ زموږ د بادامو زړې ونې حاصل نه کوي، په ډېرې سختۍ ترې نږدې شل منه حاصل ترلاسه کوو.»
اکبر جویا ټینګار وکړ چې که وضعیت همداسې دوام وکړي او د بادامو په حاصل کې بدلون رانه شي، بڼوال به د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره اړ شي چې له خپلو کورونو او ولایت بهر مزدورۍ ته ولاړ شي.
د دایکنډي یو بل بڼوال صالحمحمد وايي، پخوا به یې د کورنۍ نږدې ۷۰ سلنه اړتیاوې د بادامو له حاصلاتو پوره کولې، خو اوس یې د حاصلاتو د کمښت له امله ژوند سخت شوی دی.
هغه د دغه ولایت د کرنې له ریاست او همکارو موسسو غوښتنه کوي چې بڼوالو ته د څاڅکي اوبولګونې سیسټمونه برابر کړي، څو د بادامو ونې یې له وچېدو وژغورل شي.
نوموړي زیاته کړه: «که وضعیت همداسې دوام وکړي، په راتلونکو څو کلونو کې به زموږ ټولې ونې له منځه ولاړې شي او هېواد پرېښودو ته په اړ شو.»
د دایکنډي یو بل بڼوال محمدایوب هم ورته شکایت لري او وايي: «څلور یا پنځه کاله مخکې مې له خپل باغ څخه تر ۲۰۰ منه بادام ترلاسه کړل او په ډېره ښه بیه مې وپلورل؛ خو د وچکالۍ په اوسني شرایطو کې په یوه کال کې ان ۵۰ منه بادام هم نه شو ترلاسه کولای.»
هغه وايي، پخوا به یې د بادامو د حاصلاتو په راټولولو سره د خپلې کورنۍ د یوه کال نږدې ټول لګښتونه پوره کول، خو اوس یې حاصلات ډېر کم شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې وچکالۍ یې پر ټولو کرنیزو فعالیتونو منفي اغېز کړی دی. د هغه په وینا، پخوا به یې د بادامو په پیسو د ژوند ټولې اړتیاوې برابرولې او له اقتصادي پلوه به ډاډه و، خو اوس په سختۍ څو بوجۍ اوړه یا څو پیپه غوړي پېرلی شي.
د بادامو نوی نسل؛ د دایکنډي د بزګرانو نوې هیله

سره له دې، دایکنډي کې د بادامو نوی نسل چې په تېرو څو کلونو کې یې روزنې او کرنې پراختیا موندلې، د بزګرانو په باور، کولای شي په راتلونکو کلونو کې د بادامو د کم حاصل ستونزه تر یوه بریده راکمه کړي.
اکبر جویا وايي، په تېرو دوو کلونو کې د بادامو د ونو وچېدو او د اوبو د کمښت له امله بزګرانو د بادامو د نوي نسل روزنې ته مخه کړې ده، چې اقتصادي ارزښت یې هم لوړ دی.
د هغه په خبره، رسا، قندوزي، دوګوني، امریکايي، ستربای، کفمل او د بادامو ځیني نور نوي ډولونه په وروستیو کلونو کې دود شوي او د پخوانیو ډولونو په پرتله لږو اوبو ته اړتیا لري.
د دایکنډي یوه بل بڼوال اصف همدرد وویل: «د بادامو نوی نسل د خلکو ترمنځ ډېر دود شوی او سږ کال مې هم له دې ډولونو یو څه حاصل ترلاسه کړی دی.»
هغه وویل، اوسمهال د رسا بادامو یو من په دوه زره او ۲۵۰ افغانیو پلورل کېږي او د نورو ډولونو بیې یې لږ ټیټې دي؛ خو سنګکي بادام، چې ونې یې د وچېدو په حال کې دي، یو من تر زرو افغانیو په ټیټه بیه پلورل کېږي.
نوموړي زیاته کړه: «که څه هم لا د دغو ونو د حاصل پیل دی او هر بزګر ښايي ډېر لږ، ان تر یو من هم کم حاصل ترلاسه کړی وي، خو په ځینو سیمو کې اورېدل کېږي چې ځینو کسانو د رسا بادامو له پلورلو څو لکه افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.»
وچکالي دایکنډي کې بادامو ته ګواښ جوړ کړی؛ حللارې یې څه دي؟

دایکنډي کې د کرنیزو چارو یو کارپوه عزیز شریفي وايي، وچکالۍ د بادامو پر حاصلاتو هم د کمیت او هم د کیفیت له پلوه منفي اغېز کړی او د بزګرانو اقتصاد ته یې زیان اړولی دی.
هغه د دایکنډي د بادامو د ښو بڼو او خوند په اړه وویل: «که څه هم د بادامو ونې د اوبو د کمښت پر وړاندې تر یوه بریده مقاومت لري، خو په وروستیو کلونو کې وچکالي ډېره شدیده شوې ده؛ که ونو ته په مسلکي او سمه توګه اوبه ورنه کړل شي، په لومړي پړاو کې ګل نه کوي، وروسته یې مغز سم نه ډکېږي. که یوه ونه په یوه کال کې کافي اوبه ترلاسه نه کړي، اغېز یې پر څو راتلونکو کلونو هم پاتې کېږي او ښه حاصل نه ورکوي. د اوبو کمښت ونې کمزورې کوي او د افتونو زیاتېدو لامل هم کېږي.»
د شریفي په خبره، د دایکنډي بادام د کورنیو او بهرنیو سوداګرو له خوا بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي او هند د دغه ولایت د بادامو له ۷۰ سلنې ډېره برخه پېري.
هغه د دغه محصول اقتصادي ارزښت ته په اشاره وویل: «یوه مهمه حللاره دا ده چې هم دولت او هم بڼوال د اوبو مهارولو او زېرمه کولو لپاره کار وکړي، د څاڅکي اوبولګونې نوی سیسټم دود کړي، څو په لږو اوبو ډېرې ونې خړوبې شي، او د بادامو هغه ډولونه وروزي چې د اوبو د کمښت پر وړاندې مقاومت لري.»
د کرنې ریاست: سږ کال د بادامو حاصلات شاوخوا ۲۰ سلنه کم شوي
د دایکنډي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو برخې مسوول محمدرسول رسا پژواک ته وویل، د دغه ریاست د اټکلي ارزونو له مخې، سږ کال د بادامو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه کم شوي دي.
هغه زیاته کړه، تر اوسه د روان کال کره شمېرې نه لري، خو تېر کال په دایکنډي کې شاوخوا ۲۳ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه بادام راټول شوي وو.
نوموړي زیاته کړه چې د ورښتونو کمښت، د بادونو لګېدو د بهیر ګډوډېدل، د تودوخې درجې نامنظم بدلونونه، د سختو بادونو او درنو ورښتونو پېښېدو د خلکو کرنیزو ځمکو او بڼونو، په ځانګړې توګه د بادامو ونو ته سخت زیان اړولی دی.
د هغه په خبره، د بادامو د حاصلاتو کمښت د بزګرانو اقتصاد ته لوی زیان اړولی؛ ځکه د دوی د عاید ډېره برخه له همدغه محصول څخه ترلاسه کېده.
رسا وویل، بڼوال او بزګران کولای شي د بېلابېلو لارو چارو په کارولو سره د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته کېدونکي زیانونه راکم کړي.
هغه د نورو جزئیاتو له وړاندې کولو پرته وویل چې د دایکنډي د کرنې ریاست د وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کړي او د ځینو نورو پروګرامونو د پلي کولو پلان هم لري.