منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۹ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

کابل کې د پهلوانۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

· ۱ دقیقه لوستل

 

کابل (پژواک) ـ د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي چې په کابل کې د نهو ولایتونو د ۱۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پهلوانۍ ملي فدراسیون له لوري په کابل کې د نهو ولایتونو د ۱۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

سرچینې زیاته کړه چې دغه سیالۍ به یوه اونۍ دوام وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د کابل د بېلابېلو زونونو له کلبونو او د لغمان، ننګرهار، غزني، میدان‌وردګو، لوګر، پروان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو ۱۱۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی دی.

سرچینه زیاتوي چې دغه ورزشکاران به د نوو ځوانانو او ځوانانو په دوو سني او لسو بېلابېلو وزني کټګوریو کې له یو بل سره سیالي وکړي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په پایله کې به د نوو ځوانانو او د ځوانانو د پهلوانۍ ملي لوبډلو لپاره ۴۰ -۴۰ کسان غوره شي.

#پهلواني #ملي_ټاکنیزې_سیالۍ #افغان_ورزشکاران #افغانستان