منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۶ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د مالیې وزیر د ایران د کرنې له وزیر سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا غږېدلی

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) ـ د افغانستان د مالیې وزیر د ایران د کرنې له وزیر سره په لیدنه کې دغه هېواد ته د افغان کرنیزو محصولاتو د صادراتو، د ګمرکونو د ۲۴ ساعته فعالیت، د افغان سوداګرو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

مالیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ا.ا د مالیې وزیر او د افغانستان له لوري د دوه اړخیزو همکاریو اقتصادي کمېسیون رییس ملا محمدناصر اخند او ورسره مل پلاوي ایران هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د کرنې له وزیر او د ایران له لوري د دوه اړخیزو همکاریو اقتصادي کمېسیون د رییس غلام رضاء نوري قزلجه سره کتلي دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکي غونډې د جوړېدو، ایران ته د کرنیزو محصولاتو د صادرولو، د ګمرکونو د ۲۴ ساعته فعالیتونو، د افغان سوداګرو د ستونزو د حل، د غیرقانوني توکو د قاچاق د مخنیوي او اړوندو نورو سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي، د ایران د کرنې وزیر په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو برخه کې د اړینو همکاریو ، د دوه اړخیز اقتصادي کمېسیون راتلونکي غونډې ته د پوره چمتووالي او په دې برخه کې د دوامداره فعالیت په اړه بشپړ ډاډ څرګند کړ.