منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۰ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

امریکا او روسیه ښايي د خپلواکو وسلو د کنټرول لپاره د نړیوال تړون د خبرو مخالفت وکړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۰ کتنې
په اوکراین کې د الوتنې پر مهال یوه بې‌پیلوټه الوتکه. انځور: رویټرز

کابل (پژواک) – په جنیوا کې د خپلواکو وسلو د کنټرول لپاره له قانوني پلوه د پلي کېدو وړ نړیوال تړون په اړه د خبرو اترو د پیل پر سر غونډه جوړېږي، خو راپورونه ښيي چې امریکا او روسیه ښايي د دغو خبرو له پیل سره مخالفت وکړي.

خپلواکې وسلې هغه پوځي سیستمونه دي چې د انسان له مستقیمې مداخلې پرته هدفونه پېژندلی، ټاکلی او بریدونه پرې کولای شي. په دغو وسلو کې بې‌پیلوټه الوتکې، روباټونه، ټانکونه او نور پوځي تجهیزات شاملېدای شي.

رویټرز خبري اژانس نن راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د سویس په جنیوا ښار کې پنځه‌ورځنۍ غونډه پیلېږي چې ګډونوال به یې د وژونکو خپلواکو وسلو د کارونې د منع او محدودولو لپاره له قانوني پلوه د پلي کېدو وړ نړیوال تړون په اړه د خبرو اترو پر پیل بحث وکړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دغه غونډه د نومبر له ۱۶مې تر ۲۰مې د سویس په جنیوا ښار کې د ۱۲۸ غړو هېوادونو په ګډون جوړېږي او موخه یې د خپلواکو وسلو په اړه د راتلونکو نړیوالو اقداماتو او خبرو اترو د څرنګوالي ټاکل دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د دودیزو وسلو په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د ۱۲۸ غړو هېوادونو ډېری یې د دغو خبرو اترو د پیل ملاتړ کوي، خو امریکا، روسیه او اسرائیل له قانوني پلوه د پلي کېدو وړ تړون له جوړېدو سره مخالفت لري او استدلال کوي چې د جګړو د تنظیم لپاره د نړیوال بشردوستانه قانون اوسني اصول بسنه کوي.

رویټرز لیکلي چې امریکا د الزام‌آورو مقرراتو پر ځای د غیرالزام‌آورو لارښوونو ملاتړ کوي او وړاندیز یې کړی چې په دې اړه دې پنځه کلنې خبرې اترې وشي.

روسیې د روانې غونډې په تړاو خپل رسمي دریځ نه دی اعلان کړی، خو تر دې وړاندې یې د الزام‌آور نړیوال تړون د جوړېدو له وړاندیزونو سره مخالفت کړی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د جنیوا د غونډې مشر وړاندیز کړی چې د الزام‌آور نړیوال تړون د جوړولو لپاره دې دوه کلنې خبرې اترې پیل شي، خو بریتانیا، جرمني او فرانسه د داسې خبرو ملاتړ کوي چې د وروستۍ هوکړې الزام‌آور یا غیرالزام‌آور ماهیت له مخکې نه وي ټاکل شوی.

دوو ډیپلوماتانو رویټرز ته ویلي چې په یاده غونډه کې به خبرې اترې ستونزمنې وي، خو امکان لري چې ګډونوال د روانې اوونۍ تر پایه یوې منځنۍ حل‌لارې ته ورسېږي.

د فرانس‌پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، تېره میاشت د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په لومړۍ کمېټه کې ۱۶۳ هېوادونو د خپلواکو وسلو په اړه د پرېکړه‌لیک ملاتړ وکړ، خو امریکا، روسیې، اسرائیل، بلاروس او شمالي کوریا یې مخالفت وکړ.

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې او پاپ د دغو وسلو د خطرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د کارونې د تنظیم لپاره یې د نړیوالو مقرراتو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې وېریټي کویل ویلي چې ماشینونو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د جګړې په ډګر کې د انسانانو د ژوند او مرګ پرېکړه وکړي.

د دغه سازمان، د بښنې نړیوال سازمان او د «وژونکي روباټونه ودروئ» په نوم بنسټ د نومبر د ۱۲مې ګډې اعلامیې له مخې، خپلواکې وسلې د ملکي وګړو ژوند ته جدي خطرونه پېښولای شي؛ ځکه د دغو سیستمونو تېروتنې، د هدفونو ناسم تشخیص او د انساني کنټرول نشتوالی د غیرقانوني وژنو او بې‌توپیره بریدونو لامل کېدای شي.

رویټرز لیکلي چې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ د خپلواکو وسلو جوړولو ته زمینه برابره کړې او د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته نیمه‌خپلواکې وسلې تر دې وړاندې د اوکراین، سوډان او منځني ختیځ په جګړو کې هم کارول شوې دي.