Sign in to continue to your Pajhwok account.
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
تېره اونۍ، د ترک دولتونو سازمان په افغانستان کې د ټولګډون حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه، ایران د څلور میلیون افغان کډوالو ایستلو ته ضربالاجل وټاکه، مسکو وویل، افغانستان کې «ترهګرې ډلې» ګواښ دي خو ا.ا وايي، هيڅوک دې له افغانستانه د خطر تشویش نه کوي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بورکې ولسوالۍ کې د یوه کس د وژلو په تور دوه کسان نیول شوي دي.
تېره اونۍ، افغان چارواکو په روسیه، چین، ایران او ازبکستان کې په شپږو نړۍوالو ناستو کې برخه واخیسته، نړۍوال بانک په افغانستان کې د خپلو پاتې پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړه، د کړکېچ نړۍوالې ډلې د افغان کډوالو په زور ایستل او یواېناېچسيار په دې برخه کې د نړۍوالو مرستو کمښت اندېښمنوونکي وبلل.
تېره اونۍ، یو شمېر پخوانیو بریتانوي سرتېرو افغانستان کې پر جنګي جرمونو اعتراف وکړ، افغان چارواکو د کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم کې د ګډون ترڅنګ، تاجیکستان او اوزبېکستان ته سفرونه وکړل او مسکو وویل چې کابل ورته سفیر معرفي کړی او دوی یې پر ارزونه لګیا دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، ملا عبدالغني برادر او په اقتصادي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نن د کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان – روسیې لومړنی سوداګریز فورم پرانیست.
د افغانستان لپاره د اوزبېکستان ځانګړي استازي د سويډن عدلیې وزارت د کډوالۍ ادارې له مشره سره په لیدنه کې د افغانستان د وضعیت او له دغه هېواد سره د بشردوستانه همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د موردوویا له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان دا مهال په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه لري او بهرني پانګوال کولای شي پانګونه پهکې وکړي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د بدخشان ولایت د واخان سړک د دویم فاز د چغلاچونې چارې پیل شوې.
د افغانستان د ملي پراختیا شرکت له لوري د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه راستنو شوو افغان کورنیو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه اداري کمپلېکس جوړ او تېره ورځ پرانیستل شو.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره په لیدنه کې له افغانستان سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې بللې او هیله یې ښودلې چې په راتلونکې کې هم په دغو برخه کې پرمختګونه وشي.
تېره اونۍ، اوایسي د افغان کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنه وښوده، افغان چارواکو وویل چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا طرحه جوړېږي او یوناما د افغانستان د رسنیو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د پاکستان پوځ وايي، د هند د بریدونو په ځواب کې یې په هند کې ځیني پوځي اهداف په نښه کړي چې د پټانکوټ او اودامپور اډې هم پهکې شاملې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP