کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۴): د پاکستان پوځ وايي، د هند د بریدونو په ځواب کې یې په هند کې ځیني پوځي اهداف په نښه کړي چې د پټانکوټ او اودامپور اډې هم پهکې شاملې دي.
دغه څرګندونې د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر (ایاېسپيار) کړې او ادعا کوي چې د هند د «اېس ۴۰۰» دفاعي سیسټم یې ویجاړ کړی دی.
د پاکستان راډیو د راپور له مخې، د پاکستان پوځ پر ځايي وخت د شپې درې بجې د هند پر وړاندې د «بنیانالمرصوص» په نوم پوځي ځوابي اقدامات پیل کړي دي.
دغه راز، د ایاېسپيار مشر جنرال احمدشریف چودري ادعا کړې چې هند یو ځل بیا د جنګي الوتکو له لارې د دوی پر نورخان، شورکوټ، او مرید پوځي اډو د توغندیو د بریدونو هڅه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د هند تر ادارې لاندې د کشمیر د سرینګر هوايي ډګر ته څېرمه د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
هندي رسنیو ویلي، د پاکستان بریدونو کې په کشمیر کې د پولیسو یو جګپوړی چارواکی وژل شوی او نوره مرګژوبله هم اوښتې، خو کره شمېره یې نه ده معلومه.
د روانې غويي مياشتې په دویمه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسلهوالو د ګرځندویانو په یوه مشهور ځای «پهلګام» کې پر سیلانیانو بريد وکړ چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پهکې ووژل او ۱۷ نور ټپیان شول.
هند دغه برید په پاکستان پورې تړلی، خو اسلاماباد هر ډول لاس لرل پهکې ردوي.
د تېرې اونۍ د چهارشنبې په شپه هند پر پاکستان بریدونه وکړل، پاکستاني چارواکو وویل چې په دغو بریدونو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي. هند مخکې ویلي وو چې د پاکستان په ځوابي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، له بریدونه وروسته په پاکستان او هند کې د ځینو هوایي ډګرونو فعالیتونه درېدلي، د پاکستان او شمالي هند پر هوایي حریمونو الوتنې نه کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP