کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره په لیدنه کې له افغانستان سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې بللې او هیله یې ښودلې چې په راتلونکې کې هم په دغو برخه کې پرمختګونه وشي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن کابل کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوی شیایونګ او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره لیدلي دي.
سرچینې لیکلي، په دې ناسته کې د افغانستان – چین – پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ د پنځمې ناستې د موضوعاتو د تعقیب او راتلونکې شپږمې ناستې، همدارنګه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې پنځمې غونډې، سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه بحثونه وشول.
مقتي له افغانستان سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې بللې دي او هیله یې ښودلې چې په راتلونکي کې به هم په دغو برخو کې ښه پرمختګونه وشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې ناسته کې د چین او پاکستان ځانګړو استازو افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام پر اساس د اړیکو د لا پرمختګ ژمنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د بحثونو په نتیجه کې لورو توافق وکړ چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ډيالوګ شپږمه ناسته به په کابل کې جوړېږي او افغانستان به هم د ګانډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د راتلونکې غونډې لپاره تیاری نیسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP