کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د اوزبېکستان ځانګړي استازي د سويډن عدلیې وزارت د کډوالۍ ادارې له مشره سره په لیدنه کې د افغانستان د وضعیت او له دغه هېواد سره د بشردوستانه همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د اوزبیکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د افغانستان لپاره د اوزبېکستان ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشف د سويډن عدلیې وزارت د کډوالۍ ادارې له رییس صوفیان اوستمارک سره لیدلي دي.
سرچینه زیاتوي، یاده لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د وضعیت او له دغه هېواد سره د بشردوستانه همکاریو د احتمالي چارچوبونو په اړه خبرې اترې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP