د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې سبا خپله څلورمه او وروستۍ لوبه د نیپال له لوبډلې سره کوي.
د اسلامي امارت ویاند د روسیې له لوري د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړه د «طالبانو» نوم ایستل یو مهم ګام بللی او په خبره یې، اسلامي امارت له روسیې سره پراخو سیاسي او اقتصادي اړیکو ته هیلهمن دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یو پلاوی سبا د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنو په موخه کابل راځي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د کازان فورم په څنډه کې به د روسیې او افغانستان ترمنځ یوه لویه غونډه ترسره شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ پلاوي نن په اسلاماباد کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له مرستیال او په کورنیو چارو کې د دغه هېواد د دولت له وزیر سره لیدلي او د سوداګرۍ ترڅنګ یې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې کړې دي.
ایراني چارواکو ۱۹۹ افغان بندیان چې په دغه هېواد کې د بېلابېلو جرمونو له امله زنداني شوي وو، تېر ماښام د نیمروز ولایت ورېښمو پله کې د اسلامي امارت مسوولینو ته وسپارل.
حماس په غزه کې د اسرائیلو له لوري د لنډمهال اوربند وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې دوی په غزه کې دایمي اوربند، بشپړه بیارغونه او د ټولو بندیانو تبادله غواړي.
د راپورونو له مخې، امریکا د یمن د راس عیسی پر نفتي بندر هوایي بریدونه کړي چې شاوخوا ۳۸ کسان پهکې وژل شوي او ۱۰۲ نور ټپیان دي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې هم نیپال لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د راپورونو له مخې، چین، جاپان او جنوبي کوریا هوکړه کړې چې د امریکا سوداګریزو تعرفو ته به په ګډه ځواب وايي.
د لغمان ولایتي مسوولین وایي، تېر یوه کال کې په مرکز او ولسوالیو کې د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځکړيتوب د دښمنۍ ۱۶۳ نوې او د لسګونو کلونو پخوانۍ قضیې حل او فصل شوې دي.
په غور کې د سبزار په نوم یوه دردمنه مور چې د بېوزلۍ له امله یې خپله ۱۱ کلنه لور د پنځه سوه زره افغانیو پور په بدل کې کوژدې ته مجبوره کړې وايي، دغه کار یې د نورو اولادونو د ژوندي پاتې کېدو په موخه کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP