Sign in to continue to your Pajhwok account.
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کاناډا پولیسو په ټورنټو کې مېشت یو کس د داعش ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې یوه لرغونې ساحه کشف شوې او له دغه ځایه یې یو شمېر لرغوني اثار هم ترلاسه کړي دي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د احمدشاه بابا د کور د بیارغونې پرمهال د احمدشاهي دورې اړوند درې قلمه تاریخي اثار موندل شوي دي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د عامې روغتیا وزرات د متخصصو ډاکټرانو له لوري په لسو ورځو کې د سترګو پنځه سوه وړیا عملیاتونه ترسره شوي دي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د متحده عربي اماراتو له نوي سفیر سره په لیدنه کې په عصري وسایلو د افغانستان د روغتونونو سمبالولو او هېواد کې د پولیو د له منځهوړلو برخو کې د اماراتو د همکاریو ډېرېدو غوښتنه کړې ده.
اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ټولنو د پیاوړتیا او د مغذي خوړو د ترویج په موخه یې د ملګرو ملتونو د خوړو له نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) سره ۲۵ میلیون یورو مرسته کړې ده.
د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه دوه ورځني سفر د ترکمنستان پلازمېنې عشقاباد ته رسېدلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې راتلونکې اونۍ په تهران کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون یوه سیمهییزه غونډه جوړیږي.
د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وايي، د ارملک – لامان ۵۲ کیلومتره سړک چې د افغانستان د حلقوي سړک یوه مهمه او ستراتیژیکه برخه ده، پاتې چارې یې د ۳.۸ میلیون ډالرو په لګښت بشپړې شوې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي اسلامي امارت دوهتابعیته بهرمېشتو افغانانو ته خپل هېواد ته د راتګ لپاره د افغانستان وېزه لازمي ګرځولې ده.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې۳۳۵۰ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP