منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۴ غ.و
۵°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

کرنه

۱،۸۱۹ راپورونه

راپورونه

پکتیا کې د غواګانو فارم‌لرونکي خپلو تولیداتو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي

پکتیا کې د شیدو غواګانو یو شمېر فارم‌لرونکي وايي، د حیواني خوراکي توکو د بیو لوړوالي او په بازار کې د پوډري شیدو او بې‌کیفیته لبنیاتو شتون د دوی د تولیداتو بازار خراب کړی او کاروبار یې له سقوط سره مخ دی.

هرات کې د ځمکې لاندې له اوبو بې‌درېغه استفاده؛ د دغه ولایت اوبیزو سرچینو ته جدي ګواښ

د ورښتونو له کمېدو او په هرات کې د ځمکې د سر اوبو کچې له ټیټېدو سره هم‌مهاله، په دغه ولایت کې بزګران د خپلو کروندو خړوبولو لپاره د لمریزې برېښنا په وسیله د ځمکې لاندې له اوبو استفادې ته مخ کړې ده؛ هغه چاره چې په راتلونکي کې د اوبو د کمښت ناورین رامنځته کېدو په اړه یې اندېښنې پیدا کړې دي.

عثماني له ځينو پاکستاني سوداګرو سره په لیدنه کې: سیاست باید له سوداګرۍ او اقتصاده جلا وي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معين د پاکستان له یو شمېر سوداګرو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې سیاست باید له سوداګرۍ او اقتصاد څخه جلا وساتل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن رامنځته کول دواړو لوریو ته اقتصادي زیان رسوي.

پکتیا کې یو شمېر کروندګر د شنو خونو جوړولو برخه کې له حکومت او موسسو د مرستې غوښتنه کوي

پکتیا کې یو شمېر هغه کروندګر چې شنې خونې یې جوړې کړې، د خپلو دغو خونو له حاصلاتو خوښ دي خو وايي چې حکومت او اړوند موسسې دې د مسلکي کسانو د روزنې او نباتي ناروغیو مخنیوي برخو کې مرسته ورسره وکړي.

د چین خصوصي سکټور افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، یوه چینایي پلاوي د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې د پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې د شرایطو له برابرېدو سره به عملي اقدام وکړي.

سمنګان کې د ملخانو پر ضد کمپاین پیل شو

سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل شوی او ټاکل شوې څه باندې اته زره هکټاره کرنیزه ځمکه او څرځایونه له دغه طبیعي افته پاک شي.

د خوست د تڼیو ولسوالۍ غرنیزو سیمو کې خلکو د بادامو باغونو جوړولو ته مخه کړې

د خوست د تڼیو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې د دې ولسوالۍ ځینو غرنیزو سیمو کې یې د بادامو باغونو جوړولو ته مخه کړې، وايي، دا چاره نه یوازې د چاپېریال‌ساتنې برخه کې مرسته کوي، بلکې خلکو ته د دوامداره عوایدو او سالم مصروفیت زمینه هم برابروي.

سرپل کې کورنۍ باغچې؛ د کورنیو د اقتصادي ودې برخه کې د ښځو لپاره یو فرصت

په دې ورځو کې د سرپل د مرکز د چهارباغ سیمې د ځینو خټینو کورونو انګړونو او شاوخوا ساحو کې کورنیو باغچو نه یوازې د کورونو چاپېریال ښکلی کړی، بلکې د هغو مېرمنو لپاره چې د کور د لګښتونو پوره کولو په اړه یې اندېښنه درلوده، یوه سالمه بوختیا او د عاید سرچینې ګرځېدلې دي.

نور راپورونه