منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۱ غ.و
۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

ماليې وزارت د سیګار وروستی راپور رد کړ

د ماليې وزارت د سیګار وروستی راپور چې په کې ویل شوي چې چې اسلامي امارت له هغو انجوګانو چې بشردوستانه مرستې کوي، د لایسنس فيس، مالياتو او اداري لګښتونو په نوم پيسې ترلاسه کوي، رد کړی دی.

غړي

د ۱۳ سوداګرو د تښتونې پېښې؛ شنونکي یې د پانګونې د فرار هڅه بولي، پر مخنیوي یې تینګار کوي

د سوداګرۍ خونه په تېرو دوو تر درېیو میاشتو کې د ۱۳ سوداګرو له تښتونې خبر ورکوي او ځيني شنونکي دا کار له هېواده د پانګونې د فرار هڅه بولي، وایي څوک چې د پانګونې بهیر زیانمنوي، باید مخه یې ونیول شي.

د وېش لپاره د امکاناتو نشتوالي له امله د نورستان برېښناکوټ ۵۰۰ کیلوواټ برېښنا ضایع کېږي

نورستان کې د برېښنا مسوولین وايي چې د دغه ولایت برېښناکوټ ټوله ۷۵۰ کیلوواټ برېښنا تولیدوي خو د وېش لپاره یې د امکانات نه درلودو له امله اوس یوازې ۲۵۰ کیلوواټ برېښنا مصرفېږي او پاتې…

غړي

«د حیرتان – مزار پر رېل‌پټلۍ به د توکو انتقالات بېرته ژر پیل شي»

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره سوداګرو ته ډاډ ورکوي چې پر دغه لار به د توکو د لېږد رالېږد بهیر- چې له پرون راهیسې ځنډېدلی- بېرته ژر پيل کړي او تر هغه چې دغه لار پرانیستل کېږي، سوداګر کولای شي د اقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ له لارې توکي اتنقال کړي.

نور راپورونه