ژبه

هرات کې د اوړو د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې هرات ولایت کې د اوړو د تولید یوه فابریکه د یاد وزارت د سرپرست په حضور کې پرانیستل شوه.

دغه وزارت په یوه ټويټ کې لیکلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د «هري کوبان غنمو» په نوم د اوړو د تولید یوه فابریکه پرانیستې ده.

دغه کارخونه د هرات صنعتي پارک په لومړي فاز کې موقعیت لري چې د یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.

سرچینې لیکلي، یاده کارخونه د ورځې د ۱۸۰ ټنو اوړو د تولید وړتیا لري او له ۷۰۰ ډېرو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د یادونې ده، هرات ولایت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې له سوداګرو او متشبثینو ملاتړ کوي او د هغو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

ورته موضوع