منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۹ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

د بامیان د سرب او جستو کان د پنځو بلاکونو د استخراج تړونونه لاسلیک شول

د کانونو او پټرولیم وزارت له پنځو داخلي شرکتونو سره د څه باندې یو میلیارد او ۷۹۷ میلیون افغانیو په ارزښت د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو کان د پنځو بلاکونو د استخراج، اکتشاف او پروسس تړونونه لاسلیک کړل.

غړي

د افغانستان بانک: د تېر په څېر د بیو د ثبات او د افغانۍ د ارزښت ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره کوو

د افغانستان بانک وايي، په پولي بازارونو کې نوسانونه د نورو هېوادونو په څېر یو طبیعي او معمول اقتصادي حالت دی، دغه بانک کافي مالي سرچینې په واک کې لري او د بیو د ثبات لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.

غړي

بلال کریمي د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۰۲۵ کال انلاین محصول او د شانډونګ پرمختللې سوداګرۍ» ناسته کې ګډون وکړ

افغانستان کې د چین سفیر «د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۰۲۵ کال انلاین محصول او د شانډونګ پرمختللې سوداګرۍ» تر عنوان لاندې د غونډې پرانیست‌غونډې ته وینا وکړه او په دغه سازمان کې یې د افغانستان د ناظر په توګه بیاغړیتوب وغوښت.

غړي

د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې پر زیاتوالي خبرې وشوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په افغانستان کې د اذربایجان له سفیر سره په لېدنه کې، د دواړو هېوادو تر مینځ د راکړې ورکړې حجم د زیاتوالي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.

غړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوناما له مشرې سره د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په افغانستان کې د یوناما له مشرې سره په لېدنه کې، د صنعتي انکشافاتو، د تشبثاتو د مرکز جوړولو، د انلاین سوداګرۍ د مرکز د پرانیستنې او له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.

غړي

فاریاب کې ممیزپلورونکي: د لاسي او ډیجیټلي تلو سیستم کې د وزن توپیر سوداګریزو معاملو کې ستونزې پیدا کړې

فاریاب کې یو شمېر ممیز پلورونکي او بڼوال وایي چې په لاسي او ډیجیټلي تلو کې د وزن توپیر په سوداګریزو معاملو کې ستونزې پیدا کړې او دغه تفاوتونه د دوی د مالي زیان لامل شوي دي.

غړي

اروپایي هېوادونو ته د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکیو د لېږد په اړه خبرې وشوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د یوه ایراني پلاوي سره په لېدنه کې، اروپایي هېوادونو ته د ریل پټلۍ په واسطه د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکیو د لېږد په اړه خبرې کړي دي.

نور راپورونه