د پکتیکا حکومتي مسوولین: انګور اډه له پاکستان سره رسمي ترانزیټي لار شوه
د پکتيکا ولايتي مسوولين وايي د اسلامي امارت مشر د ځانګړي حکم له مخې، انګوره اډه له پاکستان سره رسمي ترانزیټي لار شوه.
د پکتيکا ولايتي مسوولين وايي د اسلامي امارت مشر د ځانګړي حکم له مخې، انګوره اډه له پاکستان سره رسمي ترانزیټي لار شوه.
ننګرهار ولایت کې يو شمېر سوداګر وايي چې په پاکستان کې د بېلابېلو نورو ستونزو ترڅنګ تازه د خیبر پښتونخوا حکومت د اپټا تړون خلاف پر سوداګریزو توکو دوه سلنه مالیه نوره هم لوړه کړې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، هېواد ته د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنيکي ستونزو او د ترکمنستان وارداتي برېښنا د توپان له امله پرې شوې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وايي چې د اوبو مدیریت دوی ته لومړیتوب لري او له ګاونډيو هېوادونو سره د اړتیا پر بنسټ سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکول کېږي.
نن د کابل ښار په بازارونو کې د بورې، وریجو او غوړیو بیې ټیټې خو د نفتي توکو او سرو زرو بیې بیا لوړې شوې دي.
د افغانستان په کچه د چرګانو د تولید لس زره فارمونه فعال دي چې په ورځني ډول ۱۷۰۰ ټنه غوښه تولیدوي، حال دا چې د هېواد اړتیا د ورځې ۱۶۰۰ ټنه ده.
د سویډن د همکاریو نړۍوال پراختیايي اژانس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي وجهي (اماني) صندوق سره نهه میلیون امریکايي ډالر چې ۱۰۰ میلیونه کرون کېږي، مرسته کړې ده.
کابل کې د لرګیو پلورونکي وايي، حکومت سوداګرو ته اجازه ورکړې چې له نورو ولایتونو څخه کابل ته د سون لرګي وارد کړي چې له امله یې اوس په بازار کې د ارچې او بلوط لرګیو بیې ټیټې شوې دي.
کابل ښار کې یو شمېر پوستینګنډونکي د خپلو محصولاتو بازار ټکني کېدو اندېښمن کړي او له خلکو غوښتنه کوي چې د دغه صنعت ژوندي ساتلو لپاره د دوی له تولیداتو استفاده وکړي.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، دغه ټولنه کوښښ کوي په نږدې راتلونکې کې د نړیوالو همکارو بنسټونو له لوري، افغان بزګرانو سره د کوکنارو بدیل کښت لپاره ۴۵ میلیونه یورو مرسته وکړي.
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د «خپل هېواد، خپل تولید» تر نامه لاندې درې ورځنی نندارتون جوړ شو.
د پنجشېر د کانانونو او پټرولیم ریاست وايي، په دېرشمه داوطلبۍ کې د پنجشېر له کانونو استخراج شوي درې زره او ۲۹۲ قیراطه زمرد په ۱۴۳ زره او ۶۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې د څه باندې ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادر شوې ده.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د بلخ، اقینې او کندوز ولایتونو په ګمرکونو کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د لوړ تناژ تلې جوړې شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د افغان - ټرانس پروژې په اړه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت راپور تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې په اړه لارښوونې وشوې.
د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د لوګر سیمهییز چارواکي وايي، د ازرې ولسوالۍ خلکو ته یې د لسو ورځو لپاره اجازه ورکړې چې د خپلې سیمې غرني او وچ لرګي راټول او د پلور لپاره یې بازار ته وړاندې کړي.
د تېر شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر د ارزښت لوړېدو ترڅنک د بورې، وریجو، غوړیو او سروزرو بیې لوړې شوې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک موندنې له عیني واقعیتونو لرې بللې او ويلي یې دي، غوره ده چې نړۍواله ټولنه د حقایقو په واقعي درک سره له افغان حکومت سره مثبت تعامل ته مخه کړي.
بغلان کې د کونځلو او زغر غوړیو یو شمېر تولیدوونکي وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د زغر او کونځلو حاصلات ډېر وو چې ورسره د دوی د تولیداتو بازار هم ښه شوی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ترکمنستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره تمدید کړ.
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد له افغانانو سره د مرستې لپاره پنځه میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د دغه ریاست عمومي اجراییوي رییس عبدالباري عمر ترکمنستان ته سفر کړی دی.