منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۶ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

۱۴۰۲ کال کې د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت نسبت ۱۴۰۱ کال ته ۱۸ سلنه لوړ شوی

د پژواک موندنې ښيي د دې ترڅنګ چې په ۱۴۰۲ کال کې د ډالر په وړاندې نسبت ۱۴۰۱ کال ته ۱۸ سلنه ډېروالی راغلی، د تېلو بیې ۱۲ سلنه، د ځینو لومړنیو توکو بیې څه باندې ۱۵ سلنه او د سروزو بیې ۶ سلنه ټيټې شوې دي.

غړي

فاریاب کې د اوبدنې صنعت کمرنګه کېدل؛ «حکومت دې پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړي»

فاریاب کې د لاسي صنایعو او ورېښمنۍ چپنو پلورونکي او تولیدوونکي د اوبدلو صنعت پر کمرنګه کېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، که د دغه صنعت ملاتړ وشي، سلګونه ښځو او نارینه‌وو ته به د کار زمینه برابره شي.

غړي

بدري: د افغانستان بانک د قوانینو په رڼا کې د نړۍ له ټولو بانکي بنسټونو سره غوره اړیکې غواړي

د افغانستان بانک سرپرست د ایټالیا هېواد له سفیرې سره په لیدنه کې ویلي، دغه بانک د قوانینو په رڼا کې د نړۍ له ټولو هېوادونو، مالي او بانکي بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی او په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې یې دا اړیکې په ښه ډول پاللې دي.

غړي

بدخشان کې نیالګي پلورونکي: سږ کال مو د خرڅلاو کچه ټیټه شوې

د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې نیالګي پلورونکي د نوي کال د پسرلي په رارسېدو سره د خپل پلور کچې له ټيټېدو شکایت لري او له خلکو غواړي چې د سمسورتیا او د میوې حاصلاتو برخه کې د ځان بسیاینې لپاره نیالګي وپېري او کینوي.

غړي

د سټنډرډ ملي ادارې لابراتوارونو پراختیا په موخه د شپږو تجهیزاتي پروژو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د خپلو مرکزي لابراتوارونو پراختیا په موخه له یوې کمپنۍ سره د نږدې دوه میلیارد افغانیو په ارزښت د شپږو تجهیزاتي بنسټیزو پروژو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

عزیزي د پاکستان سوداګرۍ وزارت له معین سره د سوداګرۍ برخه کې پر شته ستونزو خبرې کړې

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له معین سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې د شته خنډونو له منځه وړلو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د نږدې اړیکو ټینګولو په اړه خبرې وکړې او هغه ته یې بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.

د کلیفورنیا پوهنتون یوه افغان استاد د افغانستان لپاره اقتصادي طرحه جوړه کړې

د کلیفورنیا پوهنتون یو افغان استاد په افغانستان کې روانې اقتصادي هڅې ستایي، خو وایي، په اوسني حالت کې - چې هېواد له انفلاسیون څخه ډیفلاسیون ته تللی- اړینه ده د اقتصادي پرمختګ لپاره د منظم پلان له مخې «بېل اوټ» وشي.

غړي

تېره یوه میاشت کې د هېواد بندرونو ته ۳۵۲ ټانکره راغلي بې‌کیفیته تېل بېرته ګرځول شوي

د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي چې د روان کال سلواغې میاشت کې د هېواد په بندرونو کې د نفتي توکو د ۸۶۶۲ ټانکرو ارزونه شوې چې له دې ډلې ۳۵۲ ټانکره یې بې‌کیفیته تثبیت شوي او د واردولو مخه یې نیول شوې ده.

نور راپورونه