فیضاباد (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۲): د بدخشان ولایت په مرکز فیضاباد ښار کې نیالګي پلورونکي د نوي کال د پسرلي په رارسېدو سره د خپل پلور کچې له ټيټېدو شکایت لري او له خلکو غواړي چې د سمسورتیا او د میوې حاصلاتو برخه کې د ځان بسیاینې لپاره نیالګي وپېري او کینوي.

فیضاباد ښار کې یو نیالګی پلورونکی سنتالله وايي، له یوولسو کلونو راهیسې نیالګي پلوري، د کندوز ولایت له چهاردرې او امامصاحب ولسوالیو اصلاح شوي مثمر او غیرمثمر نیالګي راوړي چې دغه کار له یوې خوا د هغه د ژوند ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي او له بلې خوا د هېواد په سمسورتیا او ابادۍ کې برخه اخلي.

هغه زیاتوي چې فیضاباد ښار او د دغه ولایت ولسوالیو ته یې له ۵۰۰ زره پر ډېر افغانیو د ناک، املوک، مڼې، شفتالو، چهارمغز، بادام، زردالو، انځر، آنار او غیر مثمر نیالګي لکه سفیدار، چنار، ناجو او مورپان راوړي، خو د تېرکال په پرتله یې خرڅلاو ۵۰ سلنه کم شوی دی.

هغه د پېرودونکو نشتون د خپل کاروبار پر وړاندې تر ټولو مهمه ستونزه بولي او وايي چې د تېرکال په پرتله د ځانګړي تخفیف په درلودو سره سره بیا هم د ورځې له زر افغانیو څخه ډېر خرڅلاو نهلري.

د فیضاباد ښار یو بل نیالګی پلورونکی معراجالدین وویل چې بدخشان کې د نیالګیو بازار مخ په پیکه کېدو دی او خلک د نیالګیو کېنولو ته چندان لېوالتیا نهلري، له همدې امله یې د تېرو کلونو په پرتله بازار ته کم نیالګي وارد کړي دي.

هغه چې د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ څخه یې نیالګي راوړي، وايي: «د بدخشان اصلاح شوي او معیاري نیالګي چې مناسبې بیې ولري، نه عرضه کېږي، له همدې امله اړ يو له نورو ولایتونو نیالګي راوړو.»

هغه هم تاییدوي چې د خرڅلاو کچه یې ۵۰ سلنه ټیټه شوې او اندېښنه لري چې زیانمن نهشي.

دغه نیالګي پلورونکي له خلکو غواړي چې بدخشان کې د میوې حاصلاتو ځان بسیاینې لپاره نیالګي وپېري او کېنوي.

د فیضاباد ښار اوسېدونکی امام علي چې د نیالګیو پېرلو لپاره د نیالګیو ځای ته راغلی، وايي چې خلکو په تېرو کلونو کې په کافي اندازه نیالګي پېرلي او کېنولي دي.

هغه زیاتوي چې په تېرو کلونو کې کېنول شوو نیالګي ښه پایله نه ده ورکړې او بلخوا د فیضاباد ښار اوسېدونکي د نیالګیو کېنولو لپاره مناسبه او اضافي ځای نه لري.

امام علي دغه راز زیاته کړه چې د کورنیو بد اقتصادي وضعیت او د سمسورې فضا له ګټو پوهاوی نه درلودل په دغه ولایت کې د نیالګیو د بازار پیکه کېدو نور لاملونه دي.

ورته مهال، د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري قطبالدین دهنوي وايي چې د را روان کال لپاره یې له موسسو سره په همکارۍ ۲۵۰ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي پېرلي او د دغه ولایت اوسېدونکو او خلکو ته به په وړیا توګه ورکړل شي.

هغه مني چې د میوه لرونکو ونو ځینې باغچې چې په تېرو کلونو کې دغه ولایت کې د خلکو او موسسو له لوري جوړې شوې وې، د بدخشان له اقلیم سره د ونو نه همغږي له امله چندان پایله یې ورنه کړه او خلکو خپل باغونه له منځه ویوړل او کرنیزه ځمکې یې جوړه کړې، له همدې امله ډېر نیالګي نه پېري.