کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): نن د تېر شنبې په پرتله کابل ښار کې د مالیزیايي غوړو او هندي بورې بیې ټیټې شوې، خو د سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو اوو ورځو په نسبت نن کابل ښار کې د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۳۲۰۰ څخه ۳۰۵۰ افغانیو او د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړو بیه له ۱۴۲۰ څخه ۱۴۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د نوموړي په وینا، د یادو توکو بیې د وارداتو ډېرېدو او تقاضا کچې ټیټېدو له امله ټیټې شوې دي.
خو د هغه په خبره، نن هم لکه تېره شنبې په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو بیه ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۰۰ او د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د یو شمېر پرچون توکو بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر خو په ځينو کې بیا لږ توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۱۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د نفتي توکو بیې
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر کابل ښار کې د یو لېتر پټرولو بیه ۶۳ او د یوه لېتر ډيزلو بیه ۶۰ افغانۍ ده.
دغهراز، د کابل ښار کلولهپشته کې ګاز پلورونکي محمدشریف وویل چې نن هم د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام ګاز بیه ۵۴ افغانۍ ده.
د سرو زرو بیې
د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل، نن د تېرې شنبې په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیارو عربي سرو زرو بیه له ۴۱۰۰ څخه ۴۲۰۰ افغانیو او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۲۰۰ څخه ۳۳۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو پلورونکو په وینا، کابل ښار کې د سرو زرو بیې په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره اړیکه لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجيحسین وویل چې نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۱ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د کب په ۱۲مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۲ اعشاریه ۷۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانۍ تبادله کېدې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن