ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې یو شمېر خلک د خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي

ننګرهار کې یو شمېر خلک د خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي

author avatar
17 Mar 2024 - 14:34
ننګرهار کې یو شمېر خلک د خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي
author avatar
17 Mar 2024 - 14:34

جلال‌اباد (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روژې میاشتې په راتلو سره د خوراکي او نورو توکو نرخونه لوړ شوي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

خو جلال‌اباد ښاروالي وايي، خوراکي توکو ته يې نوې نرخپاڼې جوړې کړې او هره ورځ څارونکي ټيمونه په ښار کې د نرخونو کنټرول په موخه ګرځي.

د جلال‌اباد ښار يو اوسېدونکی فرهاد ساپی وايي، له روژې وړاندې نرخونه تر ډېره کنټرول شوي وو، خو اوس چې روژه ده، د هر څه نرخونو کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

هغه پژواک ته وويل: «که څه هم ښاروالۍ د يوې بورۍ اوړو لپاره ۱۵۵۰ افغانۍ نرخ ټاکلی خو اوس هم په ۱۶۰۰ او يا هم تر دې لوړه بيه باندې خرڅېږي خو کله چې ښاروالۍ هيئت راځي بيا نرخونه د نرخنامې مطابق کړي.»

د روداتو ولسوالۍ يو اوسېدونکی سيد رحمن چې جلال‌اباد ښار ته د سودا اخیستو په موخه راغلی، وايي، اوسني نرخونه له روژې مخکې نرخونو سره فرق کوي او هر څه لوړ شوي دي.

دی وايي: «موږ چې اورو په نوره دنيا کې که اسلامي هېوادونه دي يا کفري، روژه کې نرخونه ټیټوي، زموږ وطنداران برعکس کار کوي. ښاروالۍ نه مو هيله ده چې د نرخونو کنټرول کې ډېر کوښښ وکړي.»

يو شمېر هټۍوال هم د نرخونو لوړېدل مني خو وايي، په دغه وخت کې د خوراکي توکو تقاضا ډېره او توکي کم وي، دوی ته يې هم سوداګر په لوړه بيه ورکوي؛ ځکه نرخونه لوړېږي.

د جلال‌اباد ښار د ډنډ غاړې خوراکي توکو يو هټۍوال نجيب الله وایي، دوی هیڅکله پر خپل سر نرخونه نه لوړوي، کوم نرخ باندې چې يې سوداګر ورته راوړي، هماغو ته په کتو نرخونه ټاکل کېږي.

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وایي، نرخونه يې تر ډېره کنټرول کړي او نوې نرخپاڼې يې ورته هم جوړې کړي چې د تطبيق په موخه يې هره ورځ څار کېږي.

د جلال‌اباد ښاروالۍ وياند بختي‌جان مراد پژواک ته وويل، دا تېره ورځ هم په جلال‌اباد ښار کې د ښاروالۍ د سکټوري چارو رييس په مشرۍ د نرخونو کنټرول او څارنه شوې چې يو شمېر هټۍ يې د نرخونو لوړوالي او وزن کمښت له امله مهرلاک/تړلې دي.

هغه وايي، هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د ښاروالۍ د نرخونو خلاف خوراکي توکي خرڅ کړي او که هرڅوک په سرغړونه ونيول شي نو هټۍ يې تړل کېږي.

د يادولو ده چې د روژې له راتلو سره د سرپرست حکومت رييس الوزراً اړوندو حکومتي مسوولينو ته امر کړی و چې د خوراکي توکو نرخونه دې کنټرول کړي.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.