منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۰ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

تخار کې د وچې مېوې پلورونکي وايي، د صادراتو نشتوالي له امله یې کاروبار پیکه شوی

تخار کې د وچې مېوې یو شمېر پلورونکي او صادروونکي ګاونډیو هېوادونو ته د صادراتو له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې له دوو کلونو راهیسې نورو هېوادونو ته د وچې مېوې صادراتو په برخه کې د هیڅ قرارداد شاهدان نه دي.

هرات کې زعفران پلورونکي: حکومت دې د ویزو اخیستو او صارداتو برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي

هرات کې د زعفران ګل له اتمې کلنۍ جشنوارې وروسته د دغه محصول یو شمېر پلورونکي وايي چې حکومت دې سوداګرو ته د ویزو اخیستو او زعفرانو د صادراتو برخو کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

غړي

امریکا: په افغانستان کې د مرستو پر بهیر د څارنې غښتلی سیستم لرو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سرپرست حکومت لخوا د نړۍوالو مرستو د حیف او میل په اړه د سیګار د مشر جان سوپکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، دوی په افغانستان کې د مرستو پر بهیر د څارنې غښتلی سیستم لري.

غړي

د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلوولټ مزي غځولو پاتې چارې په قرارداد ورکړل شوې

د افغانستان برېښنا شرکت د شبرغان – الوان‌ دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ مزي غځولو او د الوان دښتې سب‌سټېشن پراختیا پروژو پاتې چارې چې ۳۶ میلیون ډالر لګښت پرې راځي، یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړې.

غړي

د افغانستان بانک سرپرست: اړوندې څانګې دې د صرافانو فعالیتونو میکانیزه کولو لپاره کار وکړي

د افغانستان بانک سرپرست د صرافانو ټولنې له استازو سره په لیدنه کې د افغانۍ د مبادلې نرخ د ټیکاو ساتنې او ترویج په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي چې د صرافانو فعالیتونو د میکانیزه کولو لپاره کار دې کار وشي.

مسوولین: بامیان کې د لاسي صنایعو له تولید سره د ښځو لېوالتیا مخ په ډېرېدو ده

د بامیان ځايي مسوولین په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو له تولید او پلور سره د ښځو لېوالتیا له ډېرېدو خبر ورکوي، خو سوداګرې ښځې وايي چې اړوند بنسټونه دې د پلور او بازارموندنې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

غړي

نن د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت د اوو کلونو مخکې په څېر ۶۷،۶۰ افغانیو ته رسېدلې

نن د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت د اوو کلونو مخکې په څېر ۶۷،۶۰ افغانیو ته رسېدلی، خلک د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو ته خوښ دي، خو د لومړنیو خوراکي توکو د بیو ټیټېدل غواړي.

نور راپورونه