ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې زعفران پلورونکي: حکومت دې د ویزو اخیستو او صارداتو برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي

هرات کې زعفران پلورونکي: حکومت دې د ویزو اخیستو او صارداتو برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي

author avatar
19 Nov 2023 - 17:29
هرات کې زعفران پلورونکي: حکومت دې د ویزو اخیستو او صارداتو برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي
author avatar
19 Nov 2023 - 17:29

هرات (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۲): هرات کې د زعفران ګل له اتمې کلنۍ جشنوارې وروسته د دغه محصول یو شمېر پلورونکي وايي چې حکومت دې سوداګرو ته د ویزو اخیستو او زعفرانو د صادراتو برخو کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د دوی په وینا، د هرات زعفران د سیمې په کچه ځانګړی شهرت او بازار لري او حکومت ته په کار ده چې د کروندګرو د ملاتړ ترڅنګ، سوداګرو ته د ویزو اخیستلو او د زعفرانو په صادراتو کې لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو ته لومړي‌توب ورکړي، څو دوی د خپلو محصولاتو پلور او بازارموندنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي.‎

د «موفق زعفران» په نوم د یوه تولیدي شرکت مسوول نصیراحمد نبیل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د زعفرانو بیه ښه شوې او اړتیا ده چې په دې برخه کې خلک او حکومت د زعفرانو له کروندګرو لا ډېر ملاتړ وکړي.

د نبیل په خبره، د نندارتونونو جوړول په اصل کې د زعفرانو له تولیده ملاتړ دی چې هر کال د هرات د زعفرانو ارزښت لوړولو لپاره جشنوارې هم جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د دغه ولایت تولیدوونکو، د هرات زعفران یو نړۍوال برنډ ګرځولی او په کار ده چې حکومت زعفران پلورونکو ته د دغه محصول د صادراتو برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د نوموړي په وینا، د حکومت په رسمیت نه پېژندلو په بهرنیو هېوادونو کې د زعفرانو پلور له ستونزې سره مخ کړی او د سوداګرۍ خونه باید د زعفرانو د ګمرکي محصولاتو او په دې برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه له ګاونډیو هېوادونو سره خبرې وکړي.

بلخوا، د پښتون زرغون زعفران تولیدي شرکت مسووله شفیقه عطايي هم پر دې باور ده چې د تېرو کلونو په نسبت سږ کال د زعفرانو پلور پیکه شوی، خو بیه یې د تېر په پرتله لوړه شوې ده.

هغې زیاته کړه چې مخکې کلونه به یو کیلوګرام زعفران په ۶۵ تر ۷۰ زره افغانیو پلورل کېدل، خو اوس د هرات په بازارونو کې یو کیلوګرام زعفران په ۸۵ زره افغانیو پلورل کېږي.

د هغې په خبره، ښځې بېلابېلې سوداګرۍ کولای شي او اړتیا ده چې په دې برخه کې د حکومت له لوري له دوی ملاتړ وشي.

د نوموړې په خبره، خپله له څو کلونو راهیسې د زعفرانو د تولید برخه کې کار کوي او کاروبار یې د پام وړ وده کړې ده او له حکومته غواړي چې د متشبثو او سوداګرو ښځو د ملاتړ او پرمختګ په موخه لا ډېر پروګرامونه ترسره کړي.

په همدې حال کې، د افغانستان د زعفرانو د کروندګرو د ملي اتحادیې رییس بشیراحمد رشیدي په دغه ولایت کې د زعفران پلورونکو د خبرو د تایید ترڅنګ پژواک ته وویل چې د زعفرانو د صادراتو او بازارموندنې برخه کې د حکومت له لوري تر یوې کچې ملاتړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، دغه اقدامات کافي نه دي او اړتیا ده چې سوداګرۍ او صنعت، اقتصاد او بهرنیو چارو وزارتونه په بهر کې د افغانستان زعفرانو ته د بازارموندنې او لا ډېرو صادراتو زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د خپلو کرنیزو توکو او محصولاتو په ځانکړې توګه د زعفرانو د معرفي کولو برخه کې باید لا ډېر ملاتړ وشي.‎

د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین هم په دغه ولایت کې د زعفرانو د حاصلاتو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي چې سږنیو وچکالیو د زعفرانو پر تولیدانو ډېر اغېز نه دی کړی او ترلاسه شوي حاصلات د قناعت وړ دي.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ رییس مولوي پیرمحمد حلیمي وايي، سږ کال د هرات په کچه د زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنه و او راتلونکی کال د ۳۰ ټنو حاصلاتو راټولولو اټکل شوی دی.

هغه زیاتوي چې د دغه ولایت د کرنې ریاست د صنعت او سوداګرۍ له خونو سره په تفاهم او همکارۍ د زعفرانو د تولیدونکو او پلورونکو ملاتړ ته ژمن دی څو په لږ وخت کې خپل محصولات بازارونو ته وړاندې کړي.

د یادونې ده، درې ورځې مخکې په دغه ولایت کې د ځايي چارواکو او سلګونو کسانو په ګډون د زعفران ګل اتمه جشنواره جوړه شوه.

د هرات د سوداګرۍ خونې اجرائیه امر او استازی محمدامین یوسف وايي چې تېرو اتو میاشتو کې ۲۱۸۶۴ کیلوګرامه زعفران له هېواده بهر ته صادر شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د دغو صادراتو ارزښت ۲۱ میلیون او ۵۶۱ زره ډالر دی چې هندوستان او عربي هېوادونو ته صادر شوي دي.

Views: 28

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.