د یونیسف ادارې استازي د عامې روغتیا وزارت سرپرست ته د روغتیا برخه کې د شته ستونزو حل لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې له یاد وزارت سره به په همغږۍ خدماتو ته ادامه او لا پراختیا ورکړي.
د نسایي ولادي برخې یوه متخصصه وایي، څرنګه چې یوه مور د مېندوارۍ پر مهال د ډاکټر تر مراقبت لاندې وي، وروسته له زېږونه هم اړینه ده چې تر مراقبت لاندې و اوسي؛ ځکه په دغه حالت کې یې نه مراقبت د مرګ لامل کېږي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر له استازې سره له درملنې وروسته روږدو ته د فني او حرفوي زدهکړو پر برابرېدو خبرې کړې دي.
ډاکټران وايي، ډېرې ميندې د میندوارۍ او له زېږون وروسته مهال د اندېښنو، ویني کموالي او کمزورۍ له امله پر ژور خپګان اخته کېږي چې که له دوو اوونیو ډېر دوام پیدا کړي، باید ارواپوه ته مراجعه وشي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن